آنجنير عمير وياړ
يو شخص عبدالله القصيمي نومېدو. چې په کال ۱۹۹۶ کې مړ شوی ،
دومره پوهه او علم ورسره وو چې ده ته به د عصر ابن تيميه ويل کېده ،
د طالبي په دوره کې يې د توحيد عقيدې په اړه ښکلی کتاب هم وليکه چې د هغې لامله د ازهر علماء ترې سخت متاثره شول .
بيا يې ورپسې د نيشنليزم خلاف په 2500 صفحاتو مشتمل کتاب ( الصراع بين الاسلام والوثنيه ) وليکه ، د قبر پرستي او رافضيت خلاف په تاريخ کې دسې کتاب چا نه دی ليکلی ،
، په دې کتاب باندې د حرم شريف امام هم تقريظ وليکه .
يو وخت دسې راغی چې سړی لاړو لبنان ته او هلته په يو غير مسلمه لبنانئ مين شو ، بس سړی ورځ تر بلې په نفساني خواهشاتو کې مبتلا کيده ، او دسې يو وخت راغی چې ملحد شو ،
په يو مجلس کې شيخ شعراوي رحمه الله هم ناست وو او د تقرير کولو په تقرير کې يې دين پسې ټوکې شروع کړې ، شيخ شعراوي رحمه الله هغه مجلس بلکل پرېښود ،
وخت تيريدو نو بيا يي يو څو کتابونه نور هم وليکل چې په هغې کې يې دين پسې ټوکې ليکلې،
بس بيا همدسې ملحد مړ شو .
د ده ژوند مونږ ته ډېر درسونه راکوي ،
۱: نفساني خواهشات انسان کفر ته هم رسولی شي .
۲: د هدايت لاره په علم نه ده بلکه په طلب باندې ده .
۳: بدو خلکو صحبت انسان بد کوي.

















