کابل ټکی کام( شنبه، ۱۹زمری، ۱۳۹۸)
د تانزانیا هیواد په موروګورو ښار کې د تیلو په ټانکر کې د چاودنې له امله لسګونه کسان وژل شوي دي.
چارواکو پیښه تائید کړې او زیاته کړې یې ده چې د ټپیانو شمېر هم لوړ دی او ښایي د مړو شمیر نور هم لوړ شي ځکه چې د ځینو ټپیانو حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
چارواکو ویلي پیښه وروسته له هغه رامنځته شوه چې کله د تیلو یو ټانکر د ترافیکي پیښې له امله چپه شو او خلکو د ستلونو په واسطه هڅه کوله چې تیل راټول کړي.
د راپور په اساس چې په همدې حال کې په ټانکر کې چاودنه رامنځته شوه او ۵۷ تنه یې ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.
د پیښې په اړه بشپړ او وروستي جزئیات لا نه دي خپاره شوي.


















