پنټاګون؛ عراق کې دیو امریکایي پوځي سلاکار له وژل کېدا خبر ورکړی

کابل ټکی کام (یکشنبه ، ۲۰ زمری ، ۱۳۹۸ل)

امریکایي رسنیو خبر ورکړی چې عراق کې دامریکایي ځواکونو یو پوځي سلاکار وژل شوی دی.

د امریکا دفاع وزارت یا (پنټاګون) هم داخبرتائید کړی اووایي، د عراقي ځواکونو دا امریکایي پوځي سلاکار په عراق کې د عملیاتو پر مهال وژل شوی دی.

د امریکایي پوځ د مرکزي قومندانۍ ویاند ویلي، دا پوځي سلاکار نن د عراق په نینوا ولایت کې وژل شوی دی.د دې پوځي بشپړ هویت تر اوسه نه دی اعلان شوی.

دا پوځي په داسې حال کې وژل کېږي چې عراقي ځواکونو څه موده وړانډې د داعش ډلې د ماتې خبر ورکړ او اوس یې د پاتې شونو پر ضد چاڼیز عملیات پیل کړي دي.

امریکا دامهال په افغانستان اوعراق کې زرګونه سرتیري لري چې وخت ناوخت په مخامخ او بمي بریدونو کې ګڼ شمېر سرتیري له لاسه ورکوي.

مربوطه مطالب

Back to top button