هند کې سيلابونو نږدې سل تنه وژلي، لسګونه زره بې کوره شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۲۰)
هندي چارواکي وايي، په دغه هيواد کې د سيلابونو راوتو له کبله نږدې سل کسان مړه شوي او لسګونه زره نور بې کوره شوي دي.
راپور زياتوي، په کریلا ایالت کې ۴۲ کسان، په کرناتکا کې ۲۴ او پاتې په نورو سيمو کې د ځمکې ښوويدو او سيلابونو راوتو له امله مړه شوي دي.
د چارواکو په وينا، د دوه سوه زره په شاوخوا کې کسان چې د سيلابونو د ګواښ سره مخ و، بې ځایه شوي او یا خوندي سيمو ته انتقال شوي دي.
تير کال هم په کريلا ایالت کې د خطرناکو سيلابونو راوتو له کبله دوه سوه کسانو ژوند له لاسه ورکړی و او له پنځه ميليونه څخه زيات کسان يې زيانمن کړي و.



