وطن ساتونکې؟؟ که واشنګټن ساتونکې اردو؟!!

غورځنګ

طالبانو که څه هم په لومړي سر کې يعنې کوم وخت چې امریکا پر افغانستان يرغل او حمله وکړه او له هماغه پيل يې د اردو په نامه د هېواد له لر اوبر څخه هغه ځوانان چې اکثره يې افغان ولس رټلي او شړلي وو او يا هم پدر ازاري او مادر ازاري وو؛ راټول او د ملي اردو په نامه يې ونومول او له هماغه پيل څخه يې د خپل افغان ولس دښمنان وګرځول، او دا مفکوره يې ورپېچکاري کړه چې ګواکې هغه څوک چې د امريکا پر وړاندې جګړه کوي او د امريکا اهداف ګواښي؛ ستاسې دښمنان دي او تاسو د هماغه خلکو چې ځانونه ازادي خواهان او خپلواکي غوښتونکي نوموي؛ ستاسو دښمنان دي او پر وړاندې يې سخته جګړه وکړئ!

که څه هم طالبانو لا په سر کې دغه اردو اجيره اردو ونوموله او په اړه يې دريځ داسې وو چې دغه اردو د اسلام، وطن او افغانيت پر خلاف کارول کېږي او هېڅکله به دغه اجيره اردو د اسلام په ګته کار ونه کړي بلکې د اسلام پر وړاندې يې خپلو ناوړو اعمالو ته زور ورکړی دی.

خو هغو خلکو چې د  امريکا يرغل يې برحقه باله او امريکا ته يې دا حق ورکولو چې په افغانستان کې غير انساني اعمال او جنايتونه وکړي؛ دغو خلکو دغې اجيرې اردو ته د هېواد ساتونکو نومونه ورکول او عام ولس يې هم په همدې خواږه نوم غولاوه، او د دغې اردو په حق کې يې مختلفې بيانيې ورکولې او له مختلفو رسنيزو شبکو له لارې يې د دغې اردو کارکنان اتلان او او قهرمانان بلل؛ خو لکه څنګه چې حق حق وي او هېڅکله هم پټ نه پاتې کېږي نو په همدې اساس دا دی اوس ورځ تر بلې حق څرګندېږي او د همدې اردو د لويو قومندانانو له خولې يې اورو چې په اصطلاح افغان ځواکونه د واشنګټن او نيويارک ساتونکي دي او د امریکا ګټې تأمينوي.

چې د دغو قومندانانو او د اجير دولت د اشخاصو له ډلې څخه يې يو هم د همدې دوه سرې ادارې د يوه سر مشر اشرف غني دی چې پرون يې د خپل کمپايني بهير په يوه وينا کې ويلي چې (د افغان ځواکونو له برکته دی چې په واشنګټن او نيويارک کې نه چاودنې شوي او نه هم بله کومه امنيتي ستونزه پېښه شوې ده) واشنګټن او نيويارک د امريکا مشهور ښارونه دي چې کله ناکله پکې امنيتي ستونزې پېښېږي او مرموز بريدونه پکې تر سره کېږي. په داسې حال کې چې د امریکا د حکومت په څېر پرمختللی حکومت او نظام يې هم مخنيوی نشي کولی، نو د افغانستان د دوه سرې ادارې مشر چې پخپله د امریکا له خوښې پرته هېڅ هم نشي کولی؛ نو داسې يو شخص به څنګه د دغو ښارونو مخه ونيولی شي؟؟

نو د ولسمشر غني وينا له دوو اړخونو د تأسف وړ ده يو خو دا چې د امنيتي ځواکونو مړينه، مرګ او ژوبله يې چې پخوا هم تر پوښتنې لاندې وه، اوس يې لا تر پوښتنې لاندې راوستله او خپله د اردو او امنيتي ځواکونو د کارکنانو کورنۍ هم په دې پوه شوې چې اولادونه يې د چا لپاره قرباني کېږي؟؟ او قرباني يې په کومه ځي؟؟

او بل اړخ يې دا چې له دغه ډول ويناوو څخه چې ولسمشر غني يې وخت ناوخته تر سره کوي، دا جوتېږي چې ولسمشر غني په خپلو خبرو هم نه پوهېږي او خپل ولس ته ځان هسې افواه جوړوونکی او لاپې وهونکي معرفي کوي.

نو د ولسمشر غني له دغې وينا څخه وروسته داسې ويلی شو چې افغان ځواکونه وطن ساتونکي نه بلکې واشنګټن ساتونکي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button