کشمیر: دهندي او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (پنجشنبه ، ۲۴ زمری ، ۱۳۹۸ل)

راپورونه وایي چې کشمیر کې هندي او پاکستاني پوځیانو یو پر بل ډزې کړي؛ دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې.

پاکستاني چارواکو د هندي او پاکستاني پوځیانو تر منځ دې نښته کې خپل لوري ته دخپلو درې تنه پوځیانو وژل منلي دي.

د پاکستاني پوځ رسنیز دفتر ادعا کړې چې ځوابي برید کې پنځه هندي پوځیان هم وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

بل لور ته د هند اي این ای خبري اژانس پر ټویټر د هندي پوځي چارواکو له قوله د پاکستاني لوري دغه ادعا رد کړې چې ګواکې د کشمیر جلا کوونکې کرښې (ایل او سي یا لاین اف کنټرول) اوږدو کې د متبادلو ډزو لړ کې هندي پوځیان وژل شوي دي.

د هندي رسنیو په رپوټونو کې د هندي پوځي چارواکو له قوله ادعا شوې چې پونچ سیمه پاکستاني پوځیانو له اوربنده سرغړونه کړې.

له دې مخکې د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي ویلي و، د کشمیر ایالت د ځانګړي حیثیت ختمولو پرېکړه به د دې سبب شي چې د دې سیمې پخوانی ویاړ بېرته را ژوندی شي.

ددې په ځواب کې پاکستاني صدراعظم عمران خان دهندي حکومت له لوري دا اقدام غندلی، او دامنیت شورا ته یې دشکایت ګواښ کړی .

پاکستان او هند دوه هغه رقیب هېوادونه دي چې دخونړیو جګړو سابقه لري، اوپه دې وروستیو کې ددې دواړو ممالکو ترمنځ داړیکو ترینګلتیا اوج ته رسېدلې.

مربوطه مطالب

Back to top button