د خلیل فیروزي پر خوشي کیدو د امریکا سفیر توند غبرګون ښودلی

کابل ټکی کام( پنجشنبه، ۲۴زمری، ۱۳۹۸)
تیره ورځ د ولسمشر غني د ځانګړي امر له مخې د کابل بانک ستر ونډه وال او د دې بانک د فساد د دوسیې اصلي تورن خلیل الله فیروزي له بنده خوشي شو.
د فیروزي خوشي کیدو په سوشل میډیا کې توند غبرګونونه راوپارول او د حکومت دا کار یې سخت وغانده.
ولسمشریزو ټاکنو ته یوه نوماند رحمت الله نبیل بیا وویل چې ولسمشر غني خلیل الله فیروزي د ۳۰ میلیونه افغانیو په بدل کې ازاد کړی دی.
په ورته وخت کې په کابل کې د امریکا سفارت هم د فیروزي پر خوشي کیدو ژوره خواشیني ښودلې ده.
په کابل کې د امریکا سفیر جان بس ویلي د ولسمشر غني دغه کار سخت ناراحته کړی او په وینا یې د فیروزي خوشي کیدل د فساد په وړاندې د افغان حکومت مبارزه تر قوي سوال لاندې راولي.



