جواد ظریف: ایرانیان به هیڅکله دامریکا ګواښونو ته سر ټیټ نکړي
کابل ټکی کام (شنبه ، ۲۶ زمری ، ۱۳۹۸ل)
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف دامریکا د وروستیو فشارونو په ځواب کې ویلي چې ایرانیان به هیڅ وخت دپردیو فشارونو ته تسلیم نشي.
ظریف زیاته کړې، د ایران تېر او اوسني تاریخ ته په کتو دوی هڅکله بهرنیو فشارونو ته نه تسلیم شوي او نه به هم تسلیم شي.
هغه ایران کې یوې غونډې ته په خبرو کې د امریکا د فشارونو پر وړاندې د خپل ملت صبر او حوصلې ته په اشارې وویل، د امریکا او د هغوی د ملګرو پر وړاندې د ایران د درېدو یوازینی لامل همدا مینه ده چې ایرانیان یې له خپلې خاورې سره لري.
ظریف دغه راز د خپل پوځ حوصله هم ستایلې ده او زیاته کړې یې ده، پوځ دا په وار وار ثابته کړې چې دوی په هیڅ صورت د پردیو تر فشار لاندې نه دي راغلي او همدا لامل دی چې ایران د غرب د دسیسو پر وړاندې کلک ولاړ دی.
هغه یو ځل بیا امریکا تورنه کړه چې په سیمه کې د تاوتریخوالي په هڅه کې ده خو دوی به هیڅکله اجازه ورنه کړي چې دا سیمه له ګواښ سره مخ کړي.
دایران او امریکا اړیکې وروسته له هغې ترینګلې شوې چې امریکا دایران خلاف یوشمېر پارونکي اقدامات تر سره کړل، او دې هېواد سره یې نړیوال اټومي تړون لغوه اعلان کړ.



