د پېښور ښار کارخانو بازار کې چاودنې ۱۰تنه وژلي

کابل ټکی کام ۲۹مرغومي/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر

د ګاوندي هېواد پاکستان سیمه یزو رسنیو راپورونه خپاره کړي، چې په کې ويل شوي نن د خیبر پښتونخوا ایالت  د پېښور ښار په کارخانو بازار کې د پولیسو د تلاشۍ پوستې ته څېرمه چاودنه شوې ده چې لږ تر لږه ۱۰تنه وژلي ، او څه د پاسه ۲۰تنه یې ټپیان کړي دي.

د خبر له مخې لومړی یوه زوروره چاودنه وشوه او ورپسې سمدستي د سپکو وسلو ډزې هم تبادله شوې.

خبر زیاتوي چې د دغې چاودنې هدف پر پاکستاني پوځيانو حمله وه، خو په چاودنه کې پوځیان نه دي وژل شوي.
لا تر دا مهاله د یادې چاودنې په اړه کومې ډلې څه نه دي ویلي.

د پېښور  په دولتي روغتونونو  کې بېړنی حالت اعلان شوی، د حیات اباد کمپلیکس روغتون ډاکټرانو ويلي دي، چې تراوسه دوي ته ۱۰ تنه مړي او ۱۵ ټپیان ور وړل شوي دي.

اوس مهال د پېښې سیمه د پولیسو له لوري کلابنده شوی، ددې وېره ده چې نورې چاودنې ونه شي.

د چاودنې له امله د تور خم لویه لار هم د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده، خو د چاودنې په څرنګوالي تراوسه چا معلومات نه دي ورکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button