راپور: له افغانستانه د ټرمپ د بيړنيو وتلو ارادې د خليلزاد موقف کمزری کړی

راپورتاژ: عبدالرحمن
له تير شاوخوا یوه کال راهيسې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د يوه پلاوي چې مشري يې زلمی خليلزاد کوي او د طالبانو د مذاکراتي ډلې چې مشري يې دا مهال د اسلامي امارت د سياسي مرستيال ملا عبدالغني برادر پر غاړه ده د افغان جنګ ختمولو، له افغانستان د بهرنيو ځواکونو د ايستلو، سولې او اوربند په اړه مذاکرات روان دي.
که څه هم وخت پر وخت دغه مذاکرات ټکني شوي خو تيره اوونۍ چې اتم پړاو مذاکرات پای ته ورسيدل دواړو خواوو وويل، چې خبرې نهايي شوي او یوازې پر موافقې لاسليک پاتې دی چې هغه به هم په نږدې ورځو کې ترسره شي.
له اتم پړاو مذاکراتو وروسته امريکايي او طالب پلاوي وويل چې خپلو مشرانو سره تر سلا مشورو وروسته ښايي پر یادو توافقاتو لاسلیکونه وشي.
د اګست په شپاړلسمه د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په يوه مطلب کې وليکل، چې په دغه مذاکراتو کې د امريکايي پلاوي مشر زلمی خليلزاد به د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته راپور ورکړي.
د افغان سولې خبرو په تړاو د ټرمپ په مشرۍ د امريکايي چارواکو غونډه د تيرې جمعې په ورځ ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د امريکا د ولسمشر مرستيال مایک پينس، د بهرنيو چارو وزير مایک پامپيو، د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد، د سي آی اې مشره، د دفاع وزير او نورو لوړپوړو امريکايي چارواکو ګډون کړی و.
له غونډې وروسته د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سمدستي په يوه ټويټ کې وليکل، چې د افغانستان په اړه يې ډير ښه مجلس درلود، امریکا او د نوولس کلنې جګړې ټول لوبغاړي په دې لټه کې يو چې که ممکنه وي د افغان جنګ ختمولو لپاره یوې معاملې ته سره ورسيږو.
که څه هم د دغه غونډې پوره جزيات نه دي په ډاګه شوي خو يوې امريکايي مشهورې ويب پاڼې (پوليټيکو) په یوه راپور کې لیکلي چې خليلزاد د جمعې په ورځ سپينې ماڼې ته د قطر د خبرو راپور وړاندې کړ (دا غونډه ګټوره وه او مذاکرات به دوام پيدا کړي).
په راپور کې راغلي، ټرمپ غواړي له افغانستانه په بيړني ډول ځواکونه را اوباسي زياتوي چې د ټرمپ دغې ارادې په مذاکراتو کې له طالبانو سره د خليلزاد موقف کمزوری کړی دی.
د سرچينې په وينا، څو مياشتې مخکې هم چې خليلزاد طالبانو سره پر خبرو بوخت و ټرمپ د نيمايي عسکرو د را ايستلو اعلان وکړ خو وروسته امریکايي پوځي چارواکو په ډيرې سختۍ له خپلې پريکړې په شاه کړ.
تيره مياشت هم د امريکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ويلي و چې ولسمشر ټرمپ غواړي څو د امریکا د ۲۰۲۰ کال تر ولسمشریزو ټاکنو مخکې له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د ویستلو لړۍ پیل کړي.
راپور کې راغلي، چې ټرمپ امریکايي چارواکي اندېښمن کړي نه پوهيږي چې هسې نه سبا ووايي، چې ولې مونږ لا هم په افغانستان کې پاتې یو زياتوي دغې ويناوو ته په کتو د ټرمپ وخت ښه نه دی او طالبان هم په دې ډاډه شوي چې هسې هم امریکا روانه ده، ولې مذاکرات او سازش وکړو.
د جمعې ورځې له غونډې وروسته د امريکا د بهرنيو چارو وزير مایک پامپيو ویلي، چې د سولې موافقې ترلاسه کولو، اوربند، تشدد کمولو او دا چې افغانستان به د امريکا او متحدينو پرضد نه کارول کيږي، ژمنه کوو چې افغانان به د سولې لپاره راغونډ کړو.
دغه راز په همدغه غونډه کې د امریکا د پوځ لوی درستيز جنرال جوزیف ډنفورډ ټرمپ ته مشوره رکړې چې د امريکايي عسکرو د را ايستلو او نه را ايستلو مسئله باید د قطر مذاکراتو سره روانه وي زياته کړې ده چې خليلزاد په خبرو لګيا دی، هر څه سم روان دي او د عسکرو را ایستل هم دې هم د خبرو د پرمختګ سره سم ترسره شي.
سرچينه زياتوي په دسمبر کې ټرمپ د عسکرو د را ايستلو اعلان وکړ چې سمدستي ميلر خپلو افسرانو ته د ځواکونو ایستلو لپاره د چمتووالي غږ وکړ زياتوي جنرال ميلر د عسکرو ايستلو پلان خليلزاد سره شريک کړی چې لومړۍ جوپه کې به څلورنيم زره عسکر ايستل کيږي، چې د تګ لپاره چمتو ناست دي که چيرې طالبان اوربند ومني، خو ځينې نور عسکر به لا هم په افغانستان کې خپل عمليات جاري وساتي.
سرچينه کاږي ټرمپ او طالبان د ټولو عسکرو وتل غواړي او ځيني امريکايي شنونکي هم وايي، (حقيقت دا دی چې ټرمپ غواړی ټول ځواکونه د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو مخکې اوباسي).
تر دې مخکې ځينو خبري سرچينو د امریکايی چارواکو له قوله ليکلي و که مذاکرات بريالي شي ښايي ۵۰۰۰ عسکر په لومړۍ جوپه کې ووځي او د جرمني او ايټاليا د عسکرو په شمول به پاتې امريکايي عسکر هم د اتلس مياشتو په موده کې افغانستان پريږدي.
امریکا له تير یوه کال راهيسې طالبانو سره د سولې مذاکرات پیل کړي خو تر اوسه کومې نتيجې ته نه دي رسيدلي.
تازه په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکلي، چې امريکا سره د توافقنامې د لاسليک ورځ لا نه ده ټاکل شوې زياتوي ځينې جزيات پاتې دي چې نهايي شي بيا به يې د اعلان په اړه تصميم نيول کيږي.
سهيل شاهين ډاډ څرګند کړی چې يوځل بيا به افغانستان په بشپړه توګه ازاد شي په خبره يې ” موږ ډاډه یو چې یوځل بیابه افغانستان ته په واقعي معنا استقلال اعاده شي چې ټول ولس به پرې ویاړي.”



