بلخ: ماین چاودنه کې يوولس کسان وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۲۷)
د بلخ ولايت په دولت اباد ولسوالۍ کې په ځمکه کې د خښ شوي ماین چاودنې يوولس کسان وژلي دي.
پېښه نن سهار د اوو بجو په شاوخوا کې د یادې ولسوالۍ مربوط په حيه تان کلي کې رامنځته شوې ده.
د دولت اباد ولسوال محمد یوسف وايي، چاودنه پر یوه سراچه موټر شوې چې له دولت اباد څخه مزارشريف ښار ته پر لاره و.
د یوسف په وينا، په چاودنه کې موټر بشپړ زيانمن شوی، يوولس کسان وژل شوي چې پنځه تنه يې د يوې کورنۍ غړي و.
په وژل شويو کې ښځې او کوچنيان هم شامل دي.
تر اوسه د دغه چاودنې پړه چا په غاړه نه ده اخيستې.



