ګټلې نده چا په مفـته آزادي بې ستونځو

شاعر، جاویدآشنا

ژمنه کـــومه نن به وایم درته یاره غزل

په بـــــــدرګه راسره ووایه چناره غزل

.

لږ ورته غوږ شه پکې ژباړم دمظلومو قیصې

آخ له وحشت له فریادو ډک د بمباره غزل

.

دمرګ نغمې اوهنګامې خپرې له دې کلي دي

ځکه اوس نکړې په دې کلي کې قراره غزل

.

درته حاجت دی طالب جانه ځان ور ورسـوه

کفري ځواکونو بیا آزار کړلو یو بل واره غزل

.

ګټلې نده چا په مفـته آزادي بې ستونځو

هر وقت به ویني تکلیفونه په دې لاره غزل

.

جاویدآشنا اوس هغه نه یم اوس بدل یمه ډیر

راته معلوم شو ځکه اورم په دی ښاره غزل

مربوطه مطالب

Back to top button