دهند؛ تر ولکې لاندې کشمیر کې یو ځل بیا دخلکو په تګ راتګ بندیز لګول شوی

کابل ټکی کام (یکشنبه ، ۲۷ زمری ، ۱۳۹۸ل)

هندي ځواکونو دهندتر ولکې لاندې کشمیر کې د تاوتریخوالي له زیاتېدو وروسته یو وار بیا د خلکو پر تګ راتګ بندیزونه لګولي.

دغه محدودیتونه وروسته له دې لګول کېږي چې چارواکو ادعا کړې وه، په دې سیمه کې د تېرو دوو اوونیو بندیزونه نرموي.

په هندي کشمیر کې ترینګلتیا وروسته له دې ډېره شوه چې د هندوستان حکومت د کشمیر ځانګړی وضعیت پای ته ورساوه.

روېټرز خبري اژانس د جګپوړو چارواکو او شاهدانو له خولې ویلي، د پولیسو او سیمه ییزو اوسېدونکو ترمنځ د تېرې شپې په نښتو کې لسګونه تنه ژوبل شوي دي.

پاکستان دهند له لوري دا اقدامات لا پخوا غندلي وو، اوپه دې اړه یې ګواښ کړی و چې دوی به دملګرو ملتونو امنیت شورا ته رسماً شکایت وکړي ترڅو داهېواد دکشمیري وګړو دپخوانیو حقوقو اعاده وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button