مجاهد: د کابل برید ته بهرنیو ځواکونو او حکومت زمینه مساعده کړې

کابل ټکی کام( یکشنبه، ۲۷زمری، ۱۳۹۸)

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د حکومت مشر هغې خبرې ته چې ګواکې د کابل د تیرې شپې برید طالبانو کړی، توند غبرګون ښودلی دی.

مجاهد ادعا کړې چې د کابل او دېته ورته نورو بریدونو ته بهرنيو ځواکونو او حکومت زمینه مساعده کړې ده.

مجاهد د پوښتنې په ډول لیکلي چې د ۹۵فیصده افغانستان امن چا له ګواښ سره مخ او خراب کړ؟

نوموړي وړاندې حکومت ته د پیغور په ډول لیکلي: “غلامان د دې پرځای چې د واشنګټن او نیویارک امنیت ساتلو دعوه کوي په کابل کې دې خپل مسئولیت اداکړي، هغوی له برید مخکې چيرې وو چې معلومه کړي حمله د چا کارده؟”

د یادونې وړ ده چې تیر ماخستن په کابل کې د واده په مراسمو کې برید لسګونه کسان ووژل او تر سلو زیات یې ټپیان کړل.

په دې برید کې د یوې کورنۍ د ۱۴ غړو د وژل کیدو ترڅنګ ۷۰ تنه وژل شوي دي.

د برید مسؤلیت د داعش توندلارې ډلې په غاړه واخست او ادعا یې کړې چې ۴۰۰ “روافضو او مشرکینو” ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button