(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۲۸)
نن دوشنبه د زمري ۲۸ چې د ۲۰۱۹م ميلادي کال د اګست مياشتې له ۱۹ سره سمون خوري په افغانستان کې له انګريزانو د خپلواکۍ د بيرته اخيستلو د ورځې سره برابره ده.
افغانانو په ډېرو سترو قربانيو او سرښندنو د ۱۲۹۸ کال د زمري په ۲۸مه له انګريزانو د هېواد خپلواکي ترلاسه کړه او پخواني پاچا امان الله خان د افغانستان د خپلواکۍ اعلان وکړ.
تقريباً سل کاله مخکې افغانانو د زمري په ۲۸نيټه له برتانيې څخه خپله خپلواکي اعلان او په نړۍ کې په رسمي توګه افغانستان د خپلواک هيواد په توګه وپيژندل شو.
له کلونو کلونو د زمري ٢٨ نېټه د افغانستان په کليز کې عامه رخصتي وي، د جګړو تر کلونو مخکې دا جشن په خورا رنګينو، زړه راښکونکو، او شاندارو مراسمو لمانځل کېده چې سږ کال هم په ډيری واټونو د افغانستان بیرغونه او د امان الله خان انځورونه لګيدلي دي.
ګډ حکومت ويلي چې په کابل کې د وړمې بريد چې په يوه هوټل کې ترسره شو په خاطر يې د خپلواکۍ د بيا ګټلو د سليمې کليزې “د دارلامان رسمي جشن” ځنډوي.
طالبانو ټولو افغانانو ته د افغانستان د خپلواکۍ د سليمې کليزې مبارکي ويلې او په يوه اعلاميه کې يې ويلي، لکه څرنګه چې برتانيه او شوروي اتحاد له افغانستانه وتلي دغه راز به اوسني اشغالګر ځواکونه هم افغانستان پريږدي او هيواد به يو ځل بيا د استقلال د بيا اخيستلو بيرغ پورته کړي.
















