د يرغلګرو مجرب اصل – نا اهله او بې ضميرو ته جعلي القاب

انور میدانوال
يرغلګر هېڅکله هم د هېواد له رښتينو، ځيرکو، غيرتمندو او با مروته خلکو څخه د ځان په ګټه طمع نه شي کولای، بلکې تل پرېوتلي، بې ضميره، خود خواه، نا عاقبت انديش، او کم عقله خلک د خپلو مفاداتو د حصول لپاره زيات موزون ګڼي، تطميع کوي يې، هڅوي يې، مصنوعي زمريان او اتلان ترې جوړوي او کار ترې اخلي، مګر هوښيار ولسونه په دې پوهېږي چې دا ډول خلک هېڅ کوم کمال نه لري، يرغلګرو ورته مصنوعي تشخص ورکړی، که د ولس خيرخواه او هوښيار وای نو د غليمانو د لاس آله به نه وای.
روسانو نورمحمد تره کي ته د شرق د نابغه لقب ورکړ، امريکايانو اشرف غني ته د نړۍ د دويم مفکر لقب ورکړ د وخت په تېرېدو جوته شوه چې دا القاب دروغ او جعلي وه، ترکی هم خلکو وليد چې په عقلي لحاظ ضعيف او بې رحمه انسان و، او اشرف غني هم ټولو وليد چې د قساوت، حماقت برده ګی او پردي پالی له حيثه يې نړيوال شهرت خپل کړ. يرغلګر دا ډول خلک د شهرت، ثروت او رياست د شهوت په خطرناک مرض اخته کوي چې بيا يې په ډېر معمولي شي قانع کولای شي او هر حکم او فرمايش ته يې لاس په نام ولاړ وي.
څرګنده ده چې د ولايت او يا هم د هېواد په کچه جهادي، علمي، اجتماعي، سياسي څېرې د سيمې ټول خلک پېژني، په هکله يې معلومات لري، د خلکو ورته طمع وي، په خلکو کې خواخوږي او طرفداران لري.
د پورته خبرې د وضاحت لپاره موږ ښه مثال چې عام او خاص يې پېژني مولوي محمد يونس خالص به ياد کړو، چې هغه يو شخصيت و، ذاتي بې شمېره کمالات او د قدر وړ کارنامې يې لرلې، افغانانو او نړۍ د ستر افغاني شخصيت په توګه پېژاند او بايد پېژندلی يې وای؛ ځکه چې کله د روسانو اغېز په هېواد کې را څرګند شو سمدستي لاس په کار شو:
د هغه مهال غافل حکومت يې د دعوت په ذريعه متوجه کاوه.
بيا يې هېوادوال د حکومت په غفلت او بې اعتنائی خبرول پيل کړل.
بيا يې په خلاف پاڅون وکړ.
چې کله شورويانو په هېواد يرغل وکړ عملي جهاد يې پيل کړ.
د اشغال د پای په مهال يې رهبران او جهادي اشخاص نېمګړتياو او سياسي خلاوو ته متوجه کول.
بيا چې طالبانو د قربانی ميدان ته ودانګل او په زوره يې د مفسدينو او ظالمانو مخنيوی پيل کړ، خالص بابا ورسره همکار شو خپل تنظيم يې منحل اعلان کړ، او خپلو ملګرو ته يې له اسلامي امارت سره د يو ځای کېدو امر وکړ.
او کله چې امريکايان راغلل، خالص بابا هېواد اشغال وباله او د جهاد او آزادی د جنګ د فرضيت اعلان يې ورکړه.
ښاغلی د يادو کارنامو له امله شخصيت هم و، اتل و، دا هر يوه کارنامه به يې په تاريخ کې په زرينو کرښو ليکلي وي او راتلونکي نسلونه به ورباندې وياړي.
همدا راز که د لا زيات وضاحت په خاطر يادونه وکړو:
ملا محمد عمر مجاهد د خلقيانو د حکومت او روسانو د يرغل په مهال د هېواد د ژغورنې په موخه پرلپسې څوارلس کاله مسلحانه جهاد وکړ.
د اسلامي حکومت رامنځته کېدو په مهال يې د اصلاحي او دعوتي حلقو څخه ملاتړ کاوه.
د شر او فساد اوج ته رسېدو په مهال يې بيا د پاټک سالارانو او مفسدينو په خلاف مسلحانه جهاد پيل کړ تر څو هېواد وال د هغوی له شر او ضرر څخه وژغوري.
د امريکايانو د احتمالي حملې په مهال يې د هېواد د سلامتيا په خاطر د خبرو اترو مصالحت او تعقل ټولې لارې په کار واچولې دا چې د امريکایانو په دماغو بې کچه جنون او غرور مسلط و او بې له يرغل په بل هېڅ هم نه قانع کېدل د هغوی کار و.
بيا د هغوی زور او زر ته د تمايل او د هغوی ناروا غوښتنو ته د غاړه ايښود په ځای يې اقتدار او خپل جوړ سلطنت څخه تېرېدو ته ترجيح ورکړه د امريکايانو او د يرغل په صورت کې يې بيا د شريعت، غيرت او قربانی لاره ونيوله د ژوند تر پايه يې ورسره وډزول.
حقيقت دی چې هغه ملي شخصيت و، د تاريخي کارنامو، ګټورو او ضروري خدماتو، بې ساريو قربانيو، زړه ورو اقداماتو، معقولو تګلارو او مدبرانه سياست او حیرانوونکي اسلامي او افغاني ننګ او استقامت له امله د يو اصيل افغان او ملي شخصيت په توګه يې ولسونه او نړۍ پېژني ، نه روسانو افغانانو ته د نابغه، مفکر او يادو مواصفاتو د څښتن په توګه معرفي کړی وه او نه هم بل چا.
مګر اشرف غني، نه د شورويانو تر يرغل د مخه د يرغل د مخنيوي په خاطر څه کړي.
نه يې د يرغل په مهال لا اقل د يوې ورځې لپاره افغانستانه ته سر را ښکاره کړی سره له دې چې هغه مقابله کې د نړۍ کفارو هم برخه واخيسته.
نه يې د مجاهدينو د ذات البيني اخُ و ډب په مهال د ولس او افغانستان خيرغوښتنه کړې.
نه يې د امريکايانو د ګواښونو په مهال د يرغل د دفع کولو په خاطر کوم کردار ادا کړ، بلکې چې کله امريکايانو هېواد اشغال کړ او غرب ميشتو دوه تابعيته افغانان يې له څټونو ونيول چې افغانستان ته ورشئ (د اسلامي شريعت او افغاني دودونو خلاف) د ديموکراسی د ترويج لپاره خدمت وکړئ، اشرف غني دغه مهال په ياده ډله کې هېواد ته راغی د معمول مطابق د بادارنو (د امريکايانو) په دستور ځينو رسنيو ورته تبليغاتي کمپاين پيل کړ، تر جمهوري رياسته ورساوه، عملاً وليدل شو چې د رياست ټول وخت يې د يو لاس په نام غلام په توګه د یرغلګرو په خدمت کې تېر کړ، د هغوی په تربيه، د هغوی په وسله، د هغوی په اعاشه، د هغوی په قومانده او د هغوی په هر اړخيزه حمايه يې د هغوی د اهدافو لپاره هغه څه وکړل چې روغ او ليوني، خپل او پردي، مېرمنې او سړي ټول ورته حيران دي، – عيان را چه بیان – د وحشتونو يادونو ته يې هېڅ اړتيا نشته، د هرچا د سترګو د وړاندې دي.
نو رښتيا بايد ووايو چې د اشرف غني هغه کمالات چې غلامو رسنيو د افغان ولس اذهانو ته رسول دا حقيقت وه؟آيا دی رښتيا هم مفکر و؟ آيا دی رښتيا هم سياست مدار يا خواخوږی و؟ بلکې د وخت په تېرېدو يې اسلاميت، عقلانیت، بشري عاطفه او خود اراديت دا هر څه تر سوال لاندې راغلل.
په خبره پوه هر هېواد وال په دې پوهېږي چې امريکايانو د خپلو شومو اهدافو په ښه توګه د تر لاسه کولو په خاطر لکه د بوسو خوسي له جعلي القابو وپړساوه او د يو نابغه او باکماله شخصيت په توګه يې په هېواد کې مطرح کړ، د حقيقت په ميدان کې څرګنده شوه چې يو عمل يې د هېواد والو لپاره نه دی، بلکې د يو حد پاره غلام او له اخلاقياتو څخه يو مخ خالي انسان په توګه يې هره کړنه اوس هم او په راتلونکي تاريخ کې هم د افغانيت په ټڼده تور داغ دی.


