د کندز ولايتي شورا: دولتي ادارو کې د بې عدالتيو له کبله خلک خپلې ستونزې پر طالبانو حلوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۲۸)
د کندز ولايتي شورا او خلک وايي، چې د دغه ولايت په دولتي ادارو کې د بې عدالتيو او فساد له کبله خپل خپلې حقوقي ستونزې پر طالبانو حلوي.
د کندز اوسيدونکي وايي، ځکه د طالبانو عدلي او قضايي کمېسيونونو ته خپلې ستونزې وروړي چې په وينا يې ډير ژر ورته رسيدګي کوي او په څو ورځو کې يې حل کړي.
د عبدالغني په نوم یو تن ازادي راډيو ته ويلي، خپل یوه حقوقي مسئله يې دولتي ادارې ته وروړه په وينا يې (تشه کاغذ پراني وه، زمونږ پيسې يې هم وخوړلې او مشکل هم نه شو) بالاخره طالبانو راته په دې روځو مسئله حل کړه.
همداراز هغه سيمې چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې دي اوسيدونکي يې د طالبانو په فيصلو او د هغوی له مسؤولينو خوشحاله دي چې په وينا يې لانجو او مشکلاتو ته يې پر وخت رسيدګي کوي او بغير له کوم رشوت یا پيسو ورکولو يې لانجې حلوي.
په عين حال کې د کندز د ولايتي شورا غړی امرالدين ولي زاده هم مني چې د دغه ولايت په زیاته برخه طالبان واکمن دي او دا چې په یو شمېر دولتي ادارو کې د خلکو ستونزو ته په وخت سره رسېدنه نهکېږي او بېعدالتي وجود لري او همدا خبرې سبب کېږي چې خلک طالبانو ته مراجعه وکړي.



