ډونالډ ټرمپ:  افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر کموو خو استخباراتي ځواک به هلته وي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۲۸)

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي چې په افغانستان کې به د خپلو ځواکونو شمير کم کړي خو يوه استخباراتي ډله به هلته پاتې وي.

ټرمپ د امریکا په نيوجرسي ايالت کې خبريالانو ته وويل، ښايي په نږدې وخت کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمير له ديارلس زرو څخه راکم کړي شي زياتوي له طالبانو او افغان حکومت سره د دوی خبرې ښې روانې دي او تر هغې چې طالبان او افغان حکومت د خبرو کومې پايلې ته رسيږي یوه ډله استخباراتي ځواک به هلته پاتې وي.

نوموړي ويلي، دغه استخباراتي ځواک د دې لپاره هلته پاتې کيږي چې افغانستان د ترهګرۍ ازمايښت ځای ونه اوسي.

هغه وويل، د امريکا د کابينې له مهمو غړو سره يې په ګډه غونډه کې د افغان سولې په تړاو خبرې کړي او ډير ژر به دغه هيواد کې د امریکايي ځواکونو حضور پای ته ورسيږي.

نوموړي دغه راز ويلي، چې په څو اوونيو کې به د یوې هوکړې شاهدان و اوسۍ زیاتوي طالبانو سره د سولې خبرو کې ښه پرمختګ شوی او اوس د افغانانو خپلمنځي خبرو پایلې ته په کتو به امریکا خپله پریکړه کوي.

ټرمپ تر دې مخکې هم ويلي و چې یوه استخباراتي ډله به په افغانستان کې پريږدي خو طالبانو په خپلو خبرو کې په وار وار ټينګار کړی چې له افغانستانه به ټول بهرني ځواکونه ووځي.

مربوطه مطالب

Back to top button