چارواکي: جلال اباد ښار کې څلور چاودنې شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۲۸)
نن د زمري د مياشتې ۲۸ چې د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې سره برابره ده په جلال اباد ښار کې په داسې حال کې څلور چاودنې شوي چې خلک د دغه ورځې په لمانځنې بوخت و.
د ننګرهار چارواکي وايي، دغه چاودنې د جلال اباد ښار په بيلابيلو سيمو کې نن د دوشنبې په ورځ له غرمې مخکې شوي دي.
ځينو رسنيو د پنځو چاودنو راپورونه ورکړي دي.
د ننګرهار د امنيې قومندانۍ ویاند مبارز اتل وايي، تر اوسه د چاودنو له سيمو شپاړلس ټپيان روغتونونو ته وړل شوي چې له ډلې يې د درې تنو روغتيايي وضعيت ښه نه دی.
یوه چاودنه د جلال اباد ښار د عیدګاه مسجد تر څنګ شوې چې پنځه تنه يې ټپيان کړي خو د نورو چاودنو د ځای په اړه چارواکو معلومات نه دي ورکړي.
جلال اباد ښار کې وخت ناوخت ځينې چاودنې او بریدونه کيږي چې ملکي خلکو ته پکې زيان اوړي او د ورته ډول یو شمير چاودنو او بريدونو پړې داعش وسله والې ډلې په غاړه اخيستي دي.
خو تر دې دمه د دغه چاودنو مسؤوليت چا په غاړه نه دی اخيستی.



