کابل ټکی کام (سه شنبه ، ۲۹ زمری ، ۱۳۹۸ل)
وسلوالو طالبانو په نویو مجربو نظامي تکتیکونو سمبال دیو قوي کمانډویي ځواک له روزنې او جوړونې خبر ورکړی دی.
طالبانو په خپل رسمي وېب سایټ《الاماره》کې له یوشمېر عکسونو سره لیکلي چې دا ځواک دصلاح الدین ایوبي په روزنیز معسکر کې تربیه شوی دی.
دې ډلې داځواک داسیاپه سطحه یو بې مثاله قوت یاد کړی چې ددوی په خبره، له نظامي وسلو سره سره په عقیدوي وسله هم سمبال دی.
طالبان زیاتوي، دې پیاوړي ځواکونو ته د تعارض، کمین، چاپو اچونو او د دښمن لخوا د چاپو د مخنیوي داسې روزنه ورکړل شوي چې د الله په فضل او نصرت به هیڅ دښمن د دوی په وړاندې مقاومت ونشي کړای.
الاماره لیکي، روزل شوي ځواکونه له یوې مخې فدایان دي چې د سپکو او درنو وسلو په ترمیم او استعمال، د پوځي وسائطو او عرادجاتو په چلولو بشپړ حاکمیت لري.
ددې ځواک په توصیف کې خبر پاڼه زیاتوي، چې دې ځواکونو ته د ګرمۍ او یخنۍ موسمونو سره په مقاومت ، لومړنیو اړینو طبي مرستو او فکري برخو کې هم خاصه روزنه ورکړل شوي.
طالبانو آخر کې ددې معسکر دیو استاد له خولې لیکلي چې په ټوله اسیا کې په دې کچه کوماندویي ځواکونه نه دي روزل شوي.
استاد زیاتوي چې سنګرونو ته په رسیدو به د الله تعالی په فضل او مرسته په اړوندو سیمو کې د دښمن ملا ماته کړي او دښمن به هیڅکله دوی سره د مقاومت توان ونلري.


















