کابل ټکی کام( سه شنبه، ۲۹زمری، ۱۳۹۸)
د کابل په شکردره ولسوالۍ کې تیره شپه نامعلومو کسانو د بویه زار په نامه یو ښونځيغ ته اور ورته ورکړی چې څه ناڅه تاوان یې رسولی دی.
د کورنیو چارو وزارت هم پیښه تائید کړې او په یوه خپره شوې اعلامیه کې یې ادعا کړې چې دا کار د طالبانو دی.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د حکومت ادعا ردوي او وایي چې دوی د داسې مراکزو ساتنه خپل مسؤلیت ګڼي.
مجاهد په خپل ټویټر لیکلي: “د دښمن داخله وزارت ادعا کړی چې ګني د کابل په شکردره کې مجاهدینو د بویه زار په نوم لیسې ته اور ورته کړی، دغه ادعا حقیقت نه لري موږ یې په کلکه ردوو.
د اسلامي امارت مجاهدین د تعلیمي مراکزو څخه ساتنه او پالنه کوي، نه داچې خدای مکړه زیان ورواړوي.”
د یادونې وړ ده چې د هیواد په ځینو نورو برخو کې هم کله ناکله ورته پیښې رامنځته کیږي چې حکومت یې په طالبانو ورتپي خو طالبانو هر وخت دغه ادعاوې رد کړي او خواشیني پرې ښیي.


















