کابل ټکی کام( سه شنبه، ۲۹زمری، ۱۳۹۸)
امریکا یو نوی هغه منځواټنه توغندی ازمویلی چې تردې مخکې یې د یوه تړون له مخې نشوای ازمویلی خو له هغه تړون نه له وتلو وروسته یې په کامیابۍ سره ازمویلی دی.
د امریکا له دفاع وزارته په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي: ” پنټاګون د کالفورنیا ایالت په سن نیکولاس ټاپو کې یو توغندی په بریالۍ توګه سره وازمایه”
په دې اعلامیه کې وړاندې ویل شوي، چې دې ځمکه ویشتونکي توغندي څه باندې ۵۰۰ کیلو متره کې خپل هدف په بریالیتوب سره په نښه کړی دی.
امریکا دا توغندی په داسې وخت کې ازمایي چې څه وخت مخکې له له هغه تړون نه ووتله چې له مخې یې دوی نشوای کولای چې منځ واټنه اتومي توغندي جوړ کړي.
دا تړون د امریکا او روسیې ترمنځ په ۱۹۸۷ کې لاسلیک شوی وو.
امریکا په روسیې تور پورې کړی وو چې روسیه دې تړون ته متعهده نه ده پاتې او په غبرګون کې یې امریکا له دې تړونه ووتله.
له دې وروسته روسیې هم له تړونه د وتلو خبر ورکړ او اعلان یې وکړ چې د روسیې او امریکا ترمنځ د منځ واټنه توغندیو تړون رسماً پای ته ورسید.
د سیاسي شنونکو په اند چې د امریکا لخوا د نوي توغندي ازمایل ښایي د واشنګټن او مسکو په اړیکو بد اغیز پریباسي.


















