راتلونکو څو ورځو کې به دطالب او امریکایي پلاوي ترمنځ نهم پړاو مذاکرات پیل شي

کابل ټکی کام (سه شنبه ، ۲۹ زمری ، ۱۳۹۸ل)
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یوې سرچینې ویلي چې راتلونکو څو ورځو کې به له امریکایانو سره د مذاکراتو نهم پړاو پیل شي.
سرچینې زیاته کړې، چې د مذاکراتو د نېټې په اړه خبرې شوې او په راتلونکو څو ورځو کې به دا خبرې رسماً پیل شي.
د دې سرچینې په وینا له څو ورځو سلا مشورو وروسته له امریکایانو سره د طالبانو په وروستۍ هوکړه کې د ځینو ټکو د بدلون وړاندیز لري چې د سولې د نهم پړاو مذاکراتو کې به پرې بحث وشي.
ددوی په خبره که چېرته یې وړاندیزونه ومنل شي دا پړاو مذاکرات به وروستي جوړ جاړي ته ورسېږي.
د سولې مذاکراتو امریکايي اړخ تر اوسه د نهم پړاو خبرو په اړه څه نه دي ویلي. بلخوا په کابل کې د جرمني، ناروې او امریکا د استازو بین الافغاني خبرو کې د همکارۍ د چمتوالي ډاډ ورکړی دی.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د ناروې، جرمني او امریکا له استازو سره د بین الافغاني خبرو د اجنډا ځای او وخت په اړه خبرې کړې خو وروستۍ شوې نه دي.
د سولې په چارو کې د افغان حکومت وزیر دا ناسته ګټوره بللې او زیاته کړې یې ده چې افغان حکومت د سولې بهیر ته ژمن دی او دا هوډ لري چې افغانان یوې تلپاتې او عزتمنې سولې ته ورسیږي.
طالبان له بین الافغاني خبرو وړاندې دامریکایي قواوو مهالوېش او تدریجاً ددغو قواوو وتل غواړي چې دا ددغې ډلې له سرو کرښو ځینې شمیرل کیږي.



