د ارګ او بهرنیو چارو وزارت ترمنځ اختلاف، ربانې د ولسمشر لخوا معرفې شوې مرستیاله نه مني

کابل ټکی کام( سه شنبه، ۲۹زمری، ۱۳۹۸)

د ولسمشرۍ ماڼۍ او د بهرنیو چارو وزارت ترمنځ د مرستیالې پر سر اختلاف راپیدا شوی .

ولسمشر اشرف غني ناهید ایثار د بهرنیو چارو وزارت د مالي او اداري د مرستیالې په توګه ټاکلې وه چې نن یې د معرفۍ مراسم وو.

ټاکل شوې وه چې نن په درې بجې ناهید ایثار معرفي شي او د همدې لپاره د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالانو په صالون کې د یو لړ مراسمو تابیا نیول شوې وه.

باوري سرچینو پژواک خبري اژانس ته خبر ورکړی چې ناهید ایثار دې مراسمو ته پرینښودل شوه او د وزارت له دروازې بیرته رخصت شوې ده.

د سرچیني په وینا چې صلاح الدین رباني به په دې اړه خپله له ولسمشر غني سره مخامخ وګوري او دا مسئله به ورسره له نږدې شریکه کړي.

ناهید ایثار څه وخت مخکې د ولسمشر غني د هدایت له مخې وروسته له هغه په دې پوسټ وګمارل شوه چې نصیر اندیشه له دې دندې لري او په سویس کې د افغانستان سفیر مقرر شو.

مربوطه مطالب

Back to top button