کابل ټکی کام ۲۹مرغومي/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د هلمند امنیه قومندان مل پاسوال عبدالرحمن رسنیو ته ویلي دي چې د ګرشک ولسوالۍ په بند برق، شور شورک او نورو سیمو کې ګڼو طالبانو پر امنیتي پوستو برید کړی دی.
د ده له خولې چې یادې جګړې تقریباً یو ساعت دوام وکړ، چې پکې ۶تنه طالب جنګیالي وژل شوي دي.
دی وايي چې په دغه جګړه کې یو تن افغان سرتېری هم ټپي شوی.
له بلې خوا د طالبانو ویاند قاري یوسف زمونږ همکار ته د ایمیل له لارې خبر ور کوي چې د دوی جنګیالیو د یاد ولایت د یادې ولسوالۍ د ملا عزت نیکه سیمه کې د افغان ځواکونو یوه قراراګاه او دوه پوستې نیولي دي او سیمه د دوی جنګیالیو لاسته ورغلې ده.
















