شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

د سولې څلور اړخیزې ناستې  او لاسته راوړنې

kabull نشرونکی: kabull
جنوري 19, 2016
کټګوریانې: تبصرې
0
8
ځلې شریک شوی
102
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

تبصره : نظرمحمد مطمئن
د روان کال د جنوري پر ۱۱مه اسلام اباد کې د امریکا، چین، پاکستان او افغانستان د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د افغانستان سولې اړوند ناسته وشوه. له ناستې وروسته د افغانستان له اړخه مشر مرکچې حکمت کرزي چې کابل کې کومې څرګندونې وکړي، هغه د سولې خلاف څرګندونې وې او له طالبانو يې یو ځل بیا وغوښتل چې یا خو دې د حکومت د سولې له پروګرام سره یو ځای او یا به یاد هیوادونه په ګډوه دوی ځپي، د حکومت د سولې پروګرام تر دې مهاله طالبانو څخه د تسلیمیدو غوښتنه کوي.
د جنوري پر ۱۸ مه نیټه د یادو څلورو هیوادونو ترمنځ ناسته کابل کې وشوه، بیا هم د ناستې په پېل کې د هیواد د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني پر طالبانو ږغ وکړ چې وسلې پر ځمکه کیږدي او د حکومت د سولې پروګرام سره يو ځای شي چې  په حقیقت کې بیا هم پر طالبانو د تسلیمیدو ږغ وو.
د دواړو ناستو له پېل څخه مخکې او د ناستو وروسته ډیری افغان سیاستوالو په ټلویزوني بحثونو، مرکو او لیکنو کې دغه ناستې د سولې اړوند هیله مندې ونه ګڼلې، ډیری د نظر خاوندانو شک ښکاره کړ چې پاکستان د سولې اړوند رښتینی نه دی، دا ډول ځینو دا هم ویل چې افغان حکومت لا هم د سولې ښکاره تګلاره نه لري او د سولې له پاره ژمنتیا او اراده نه لري.
پر پاکستان بې باوري
په ټوله کې د پاکستان له خوا د افغانستان سولې اړوند هڅو باندې افغان ولس او افغان سیاستوال بې باوره دي، یواځي لوړ پوړي دولتي چارواکي دي چې څرګندوني کوي چې پاکستان کولای شي طالبان د سولې مذاکراتو میز ته په زور سره راکش کړي، او د دولت دننه بیا ګڼ شمیر داسي منځ پوړي چارواکي شته چې پر پاکستان شک کوي. حکومتي چارواکي ښايي ځکه د سولې هيلې پاکستان پورې وتړي، چې بله لار نه لري. دوی تیار نه دي چې له طالبانو سره مخامخ بې له کوم بهرني منځګړي د سولې او جګړې اړوند مسئلې مطرح کړي؛ ځکه دوی اصلاً د سولې پر مذاکراتو نه، پر تسلیمۍ باور لري. هغه خام باور چې پنځلس کاله افغان حکومت له کومې پایلې پرته وپاله!
د څلور اړخیزو ناستو اړوند افغان سیاستوالو او ډیپلوماټانو لیکنې وکړي، چې په دي ترڅ کې په اسلام اباد کې د پخواني افغان سفیر ملا عبدالسلام ضعیف لیکنه هم یادولای شو، هغه ویره ښکاره کړې چې دغسي ناستې د سولې اړوند نه بلکې د جګړې د اوږدیدو په موخه کیږي، او د جګړې پلانونه پکې طرحه کیږي، هغه په څرګند ډول د افغان حکومت پر ارادې له تیرو ۱۴ کلونو راهیسي د سولې اړوند شک ښکاره کړی دی.
د سیاسي چارو کارپوه، احمد سعیدي چې پخوا په دې نظر وو چې پاکستان پر طالبانو نفوذ لري، د جنوري په لومړۍ اونۍ کې  اسلام اباد کې د سولې خبرو اړوند کوم کانفرانس کې له پاکستاني چارواکو او سیاستوالو سره تر کتنو وروسته اوس په دي نظر دی چې پاکستان د سولې په نوم امتیاز غواړي چې د ډیورنډ کرښه او پوله د افغانستان له خوا په رسمیت پېژندل او دا ډول منځنۍ آسیا ته د ټرانسپورټ امتیاز او د هند له نفوذ څخه د افغانستان خلاصون غوښتنې لري، سعیدي خو لا دا هم وایي چې پاکستاني چارواکي او سیاستوال ادعا کوي چې ولسمشر اشرف غني د هغه د حکومت په پېل کې ورسره یادې غوښتنې یو ډول منلي دي. له پاکستانیانو سره د سعیدي خبرو او د نظر بدلون پاموړ دی. سعیدي هم اوس پر دې باور دی چې پاکستان پر طالبانو کنټرول نه لري.
افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر خلیلزاد هم د اسلام اباد ناسته د سولې اړوند نهیلي هڅې بللي دي.
سولې بهیر او نوې پېښې
له څلور اخیزه ناستو مخکې، وروسته  او جریان کې ځينې داسي پیښې وشوې چې بې باوري يې زیاتې کړي، په مزار شریف کې د هند پر قونسلګرۍ برید، جلال آباد ښار کې د پاکستان پر قونسلګرۍ برید، پېښور کې د افغان ډيپلوماټ پر کور برید او په کراچۍ کې د پاکستان استخباراتو له خوا د ۴ افغان امنيتي کسانو نیول.
دا ډول د همدې ناستو په جریان کې کابل د بریدونو شاهد وو، کابل کې چې په سبا به ناسته کیږي په هغه شپه يې راکټي بریدونه وشول، ځينې راپورونه دي چې د ایټالیا سفارت هم د همدې بریدونو له امله زیانمن شوی، او د ناستي څخه یوه ورځ مخکې جلال اباد کې د یو قومي مشر په کور کې چې نور قومي مشران هم راټول شوي وو خونړی برید وشو، تر لس زیات افغان قومي مشران پکې ووژل شول.
د اسلام اباد ناستې وروسته د پاکستان (سرتاج عزیز اوس یوازې د بهرنیو چارو سلاکار دی)  د بهرنیو چارو سلاکار، سرتاج عزیز چې د پاکستان له اړخه يې د پلاوي مشري کوله او د حکمت کرزي چې د افغانستان له اړخه يې د پلاوی مشري کوله د نظر ښکاره اختلاف ولیدل شو، سرتاج عزیز وویل چې طالبانو اړوند باید نظامي اقدامات یا نظامي عکس العمل ونه ښودل شي، برعکس حکمت کرزي وویل چې د طالبانو هره ډله که سولې ته اماده نه شي وبه ځپل شي.
دا ډول په اسلام اباد کې افغان سفیر جانان موسی زي بیا وویل چې د داعش ډلې اړوند جنګیالي افغانستان ته د پاکستان له خاوري څخه را اوړي.
د جنوري پر ۱۸مه نیټه چې کابل کې څلوراړخیزه ناسته وه، د مشرانو جرګې مشر مسلیمار وویل چې څوک سوله نه کوي هغوی باید ووژل شي. هغه وویل چې له هغه چا سره سوله کوو چې سوله غواړي او څوک چې له موږ سره جګړه کوي هغوی باید ووژل شي.
د افغان حکومت د سولې ټولې پروسې او شعارونه له تیرو ۱۵ کلونو تر دې مهاله د طالبانو د تسلېمدو اجنډا لري، هغه څه چې په تیرو کلونو کې يې نتیجه ورنه کړه او ممکن په راتلونکې کې هم د سولې تر نوم لاندي د طالبانو تسلېمیدل شوني نه وي.
طالب سره خبرې
تر څو چې طالبانو سره مخامخ خبري ونه شي د هغوی غوښتنې وانه وریدل شي او هغوی د جګړې یو اصلي لوری ونه منل شي د سولې خبرې ممکن کله هم نتیجه ورنه کړي، لا هم افغان حکومت طالبان د جګړې اړخ نه ګڼي او پرځای يې غواړي چې پاکستان د جګړي اړخ وښيي چې پاکستاني چارواکي داکار د خپل هیواد پر تاوان ګڼي. افغان حکومت لا هم چمتو نه دی چې هغه حقایق ومني، چې نور یې د انکار پر ځای د اقرار وخت رسېدلی. امریکا چې د جګړې اصلي لوری دی، د افغانستان ځمکني حقایق یې ومنل، د پاکستان پر ځای یې د خپلو اسیرانو مشکل له طالب سره حل کړي؛ خو دا یوازې افغان حکومت دی چې خپلې خبرې ته اړم دی.
امریکا هم تر ډیره  دا افغان حکومت خبرو ته غوږ ږدي او د حکومت ملاتړ کوي، دا ډول د جګړې د زیاتوالي او اوږدیدو خبر ورکوي، د اسلام اباد ناستې وروسته ولسمشر اوباما وویل چې افغانستان به په راتلونکې يوې لسیزې کې هم د تروریزم سره د جګړې ډګر وي، او ډیویډ پټریوس بیا وویل چې په افغانستان کې باید د ناټو هوايي بمباري زیاته شي، بل لور ته امریکايې او بریتانوي پوځیان عملا د هلمند جګړه کې لګیا دي له طالبانو سره جګړه کوي، چې طالبانو ويلي چې د امریکايي عسکرو په جګړه کې بیاځل ښکېلتیا به د سولې خبري ټکنۍ او منحرفې کړي.
د افغان حکومت د ننه لا هم د سولې اړوند یو نظر، موقف او تګلاره نه لیدل کیږي، د غني او عبدالله تر منځ لا هم د واک پر سر ناندرۍ پای ته نه دي رسیدلي، د ولسمشر لومړی مرستیال دوستم له تیرو دوو میاشتو راهیسي په رسنیو او مهمو دولتي مجالسو کې نه دی لیدل شوی، ویل کیږي له غني څخه د واک پر سر ماڼيجن دی.
په تیرو لسو کلونو کې بېلابېل دغسي یو اړخیزې ناستې شوې او ځينې وختونه له اوسنۍ څلور اړخیزو ناستو هم قوي ناستې شوې، ولي ستونزه دا ده چې د جګړې یو مهم لوري هر ځل په لوی لاس له دغسي ناستو څخه محروم ساتل شوی، تر څو چې د جګړي د ښکېلو لوریو غوښتنې او انديښنې وانه وریدل شي، دغه ډول ناستې یواځي د ملتونو د اذهانو مغشوش کول او مصروف ساتل دي.
امریکا هغه هیواد دی چې د یو لوی ایتلاف په جوړولو سره يې پر افغانستان حمله وکړه، افغان حکومت د همدې امریکا په زور پر افغان ولس تپل شوی او پاکستان د امریکا له خوا پر افغانستان د حملې پرمهال  یو له لومړنیو متحدینو د امریکا څخه دی چې د امریکا تر څنګ ودریدی، د امریکا په واک کې يې خپل هوايې ډګرونه ورکړل او امریکايي الوتکو د پاکستان له خاوري الوت کاو پر طالبانو يې بمبارد کاوو.
منځګړي که د جګړې لوری؟
درې واړه هیوادونه (امریکا، پاکستان او افغانستان) د جګړې یو لوري ګڼلای شو، چین هیواد سمه ده چې تر دي مهاله یو ډول ځان ناپېيلی ګڼي ولي د پاکستان ګټې بیا چین ته تر افغانستان او طالب ډیرې مهمې او لومړیتوب لري، نو بیا ویلای شو چې که د سولې اړوند کومه طرحه د یادو هیوادونو په شتون کې جوړيږي هغه به د طالبانو پر زیان، د افغان حکومت په ګټه او پاکستان ته به زیات امتیازات پکې منل کيږي، ځکه امریکا او چین دواړه له پاکستان سره نږدې ملګرتیا لري او غواړي پاکستان په سېمه کې سیاسي نفوذ ولري افغانستان يې د نفوذ تر ساحې لاندي وي.
که موږ د سولې په نوم بلې جګړې ته ننوځو، امریکا، چین او افغان حکومت د پاکستان غوښتنې مني او د ډیورنډ پر سر معامله کیږی، داکه یواځي افغان حکومت يې ورسره ومني او یا ممکن د فشار له کبله پر طالبانو هم دا شرط منل کيږي، پرته له شکه یوې نوي او اوږدې جګړې ته ننوځو، افغان ولس به د افغان حکومت او پاکستان پر ضد دریځ نیسي او بیا به هم افغانان د سیاستوالو د خامو پریکړو قرباني کيږي، په ټوله کې د سولې په نوم بله جګړه پېليږي.
د ولسمشر غني پر اراده ځکه شک دي چې پاکستان او غني دواړه د امریکا د لارښوونو سره سم پر مخ ځي، دواړه هیوادونه د امریکا له خوښې او غوښتنې پرته د افغانستان سولې اړوند خپلواکه پریکړه نه شي کولای، له همدې امله  په کار ده د طالبانو ځينې ستونزمني خبرې مخامخ له امریکا سره مطرح او بحث پري وشي.
د حکومت نه ژمنتیا
د بهرنیو چارو پخوانی وزیر مولوي وکیل احمد متوکل وايې چې د ولسمشریزو انتخاباتو مخکې مې له اشرف غني څخه پوښتنه وکړه چې غواړي ډیري پیسې له جنګ سره ولرې او یا فقر او نیستي له سولې سره ولرې، هدف داچې که پیسي غواړي چې ولري نو نړیوالو سره به معامله کوې او جګړې ته به دوام ورکوې، خو که امنيتي تړون لاسلیک نه کړي نو پیسې به نه وی ولي سوله بیخې ممکن ده، د غني ځواب دا وو چې جنګ له پیسو سره، یعني سوله يې نفي کړه!
د پاکستان له خوا د سولې پخوانۍ تجربه لا هم افغانان یاد کې لري، کله چې يې د پخوانیو مجاهدینو د ځینو ګوندونو د خوښې خلاف په جینوا کې د هغوی په استازيتوب له روسانو سره معامله وکړه، هغه وخت کې هم څلور اړخیزه ناسته وه، امریکا، پاکستان، افغانستان او پخوانی شوروي اتحاد، اوس پاکستان ورته هڅې په دومره توپیر سره کوي چې داځل د پخواني شوروي اتحاد پر ځای چین د خبرو میز کې ونډه لري. د پاکستان دهغه وخت د حرص او امریکا د ناسمو تګلارو له امله ده چې دا دي ۲۷ نور کلونه موږ په جګړه کې بوخت یو، او تر دي چې امریکا او ګڼ شمیر نور اروپايې هیوادونه هم افغان جګړه کې ښکېل، او نن د خپلو ماتو او تیروتنو جبران نه شي کولای.
چین ته په کار ده چې د افغانانو باور له لاسه ورنه کړي، او که افغانان پر دې پوه شول چې چین د پاکستان اړخ نیسي او پاکستان ته امتیازات ورکولو کې له امریکا او افغان حکومت سره یوه خوله دی، پرته له شکه افغان ولس به پر چین هم داسي بې باوره شي لکه پر پاکستان چې بې باوره دی، او افغانانو بې باوري له منځ وړل به بیا چین ته اسانه هم نه وي، داچې چین غواړي په سېمه کې اقتصادي پروژې پېل او چین پکې مهم رول ولري، نو چین  ته په کار ده چې د سولې خبرو کې خپل ناپيلتوب وساتي او جګړې ښکېل اړخونو ته په یوه سترګه وګوري.
د رښتینو هڅو اړتیا
امریکا لا هم کولای شي چې د افغانستان جګړه په پوره مسؤلیت سره پای ته ورسوي، داچې د افغان حکومت ننګه پريږدي، او د سولې رښتيني خبرې پېل او د افغانستان د مسئلې اساسي حل ته ژمن شي، نه داچې د سولې په نوم موږ له ګاونډیو هیوادونو سره جګړې ته ټیل وهي او یا د افغانانو ترمنځ د شخړو زیاتولو هڅې رواني وساتي او غواړي افغانان په خپل منځ کې د نهو نورو کلونو له پاره وجنګیږي.
امید دی چې امریکا هم نور خپل امریکایي ملت د سولې دروغجنې پروسي اړوند ونه غولوي، افغان حکومت هم د افغان ولس مظلومیت ته په کتلو سره نور دغه ملت د سولې په بېلابېلو دروغجنو ژمنو مصروف ونه ساتي او پاکستان هم د افغانستان له جګړې څخه د امتیاز تر لاسه کولو له هوډ څخه تیر او په ګډه یاد هیوادونه او زموږ نور ګاونډي، سیمه ییز او نړیوال شریکان په افغانستان کې د رښتینې او تلپاتې سولې اړوند هڅې په شریکه وکړي، تر څو د افغان ولس له کور څخه د اوږدې جګړې ټغر ټول شي.
مخکینې مطلب

هلمند: ګرشک کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې

بل مطلب

په کابل کې پښتون مېشتو سیمو ته متوجې ګواښونه او دسيسې

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
0

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 17, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com