کابل ټکی کام (چهارشنبه ، ۳۰ زمری ، ۱۳۹۸ل)
ملګري ملتونه وایي، افغان خونړۍ جګړه هرکال ترلس زره ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي چې دا تر ټولو لوړه بیه ده چې ملکي وګړي یې پرې کوي.
ملګري ملتونو دا راپور نن د اګست ۲۱ مه په اصطلاح د ترهګرۍ د قربانیانو د یاد او درناوي پر نړیواله ورځ ورکړی دی.
ملګري ملتونه وایي، د ترهګرۍ قربانیانو او له دا ډول پېښو د ژوندي پاتې شویو کسانو هر اړخیز ملاتړ باید وشي چې متأسفانه تر اوسه دې ټکي ته خاصه توجه نده شوې.
راپور زیاتوي، افغانستان د نړۍ د هغو هېوادونو له ډلې یو دی چې جګړې ډېر ځپلی او د روان زیږدیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې نژدې ۴۰۰۰ ملکیان پکې وژل شوي او یا ټپیان شوي دي.
له همدې مخ په زیاتیدونکې مرګ ژوبلې سره-سره لا هم په هېواد کې داسې ځانګړی سیستم نه شته چې د بریدونو د قربانیانو او د هغوی د کورنیو مالي ملاتړ وکړي.
ددغه راپور تر خپرېدا وروسته یو شمېر افغانانو ددې ټولو ناخوالو مور دامریکایي قواوو شتون بللی او زیاته کړې یې ده، که خارجي ځواکونه ووتل؛ دې وطن ته راغلي ټولې بد بینۍ به ختمې شي.


















