کابل ټکی کام (چهارشنبه ، ۳۰ زمری ، ۱۳۹۸ل)
وروسته له هغې چې دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دنهم پړاو خبرو لپاره دخپل سفر اعلان وکړ؛ دکابل حکومت هم دې پړاو ته خپله خوشبیني ښکاره کړه.
حکومت وایي، هیله لري چې د امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ د سولې د نهم پړاو خبرو پایلې به په افغانستان کې د اوربند او د بین الافغاني خبرو د پیل لامل شي.
له طالب استازو سره د خبرو لپاره قطر ته د زلمي خلیلزاد د تازه سفر ترڅنګ ګډ حکومت وايي چې دوی وضعیت له نږدې څاري.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، دکابل حکومت هیله لري چې د دې پړاو د خبرو پای به د بین لافغاني خبرو د پیل او اوربند لامل شي.
خو طالبانو تر دې دمه له ګډ حکومت سره له مخامخ خبرو انکار کړی دی، اوددې خبرو مقدمه یې دامریکایي ځواکونو دمهالوېش اعلان بللی.
له دې وړاندې د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپل ټوېټر لیکلي و چې امریکا هوکړې ته چمتو ده او وبه ګوري چې طالبان هم چمتو دي او که نه؟
















