چاپان؛ افغانستان سره د روغتیا په برخه کې دهمکاریو ژمنه کړې

کابل ټکی کام (پنجشنبه ، ۳۱ زمری ، ۱۳۹۸ل)

چاپان افغانستان سره د روغتیا په برخه کې له هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړی دی، چې راتلونکو څو ورځو کې به دا مرستي افغانستان ته راورسیږي.

داژمنې د عامي روغتیا وزیر ډاکټر فېروزالدین فېروز سره د جاپان د نړیوالې همکارۍ دفتر (جایکا) د مشر اشیدا تاتشویا لخوا تر لیدنې کتنې وروسته شوي.

په دې کتنه کې دواړو لورو، د مور او ماشوم روغتیا ته په پام، په مرکزي لابراتوارونو کې د خدمتونو پر برابرولو خبرې هم کړې دي.

تاتشویا ټینګار کړی، چې د مور او ماشوم روغتیا ته دې ډیر پام وشي او مرکزي لابراتوارونو سره به دوی خپله مرسته وکړي.

د عامې روغتیا وزیر د جاپان د دوامداره ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ د روغتیا په برخه کې د نورو همکاریو غوښتنه وکړه چې هغوی ډاډ ورکړ.

مربوطه مطالب

Back to top button