دوحه: طالب او امریکایي پلاوي دپنځمې ورځې مذاکراتو لپاره دخبرو ډیپلوماټیک ځای ته رسېدلي

کابل ټکی کام (دوشنبه ، ۴ وږی ، ۱۳۹۸ل)
دقطر له پلازمینې دوحې څخه سرچینې خبر ورکوي چې نن مازیګر څلور بجې طالب او امريکايي مرکچیان د پنځمې ورځي دمذاکراتو لپاره دخبرو ډیپلوماټیک ځای ته رسېدلي.
خبر زیاتوي، دواړه پلاوي چې امریکایي نظامیان هم ترسترګو کېږي، د مذاکراتو ځای ډيپلوماټيک کلب ته رسېدلي، چې څوشېبو کې به رسماً مذاکرات پیل شي.
د هرې ورځې په څېر د ننيو مذاکراتو څخه هم توقعات زيات دي، کيدای شي نننۍ خبرې يو ځل بيا د شپې تر ناوخته يا نيمايي دوام پیدا کړي.
دطالبانو دمذاکراتي ټیم غړي اودسیاسی دفتر ویاند سهېل شاهین تېره شپه ناوخته په خپله ټوېټر پاڼه ولیکل چې ددوشنبې په ورځ به دواړه لوري تر مازیګر خپلمنځي مشورې وکړي، او له هغې وروسته به مذاکرات پیل کړي.
دمذاکراتو دتعقیب په موخه دوحې ته تلونکي خبریالان وایي، هغه څه چې ددوی توجه یې ور اړولې، هغه په دغه ډیپلوماټیکه ناسته کې دافغانستان لپاره دناټو عمومي قومندان(جنرال سکاټ میلر) اودده دلوړ پوړو نظامي قوماندانانو موجودیت دی.
دوی زیاتوي، ممکن طالبان او امریکایان ددې پړاو پای په یو تاریخي لاسلیک سره اعلان کړي.
امریکایي ورځپاڼې هم روان راونډ مهم، اوبرخلیک ټاکونکی بللی؛ خوعام افغانان بیا تېرو مذاکراتو ته په کتو ډېر جدي نه بریښي، او دامریکا په نېت یو نوعه شک څرګندوي.


