کابل ټکی کام( سه شنبه، ۵وږی، ۱۳۹۸)
په دې وروستیو کې د شمالي کوریا لخوا یو ځل بیا د لنډ واټنه توغندیو ازموینه پیل شوې چې د یوې میاشتې په اوږدو کې یې درې څلور ځل ازمایلي دي.
شمالي کوریا وایي چې دا ازموینې یې د امریکا او جنوبي کوریا د ګډو پوځي تمریناتو په غبرګون او ځواب کې کړي دي.
تازه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په یو ډول د شمالي کوریا دې کار ته غبرکون ښودلی خو ویلي یې دي چې که څه هم د شمالي کوریا دا کار له تړون نه سرغړونه نه ده.
ډونالډ ټرمپ د جي ۷ هیوادونو په غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې کیم جونګ اون باید د نړیوالو قوانینو ساتنه خپل حیاتي مسؤلیت وبولي.
ټرمپ زیاته کړې چې دی له شمالي کوریا سره اوس ښې اړیکې لري او په وینا یې چې غواړي له دې هیواد سره خپلې اړیکې نورې هم ټینګې او قوی کړي.
باید وویل شي چې په نږدې راتلونکي کې ممکن ټرمپ او جونګ اون یو ځل بیا سره وویني خو د دې لیدنې په اړه تر اوسه بشپړ معلومات نه دي رسنیز شوي.


















