کابل ټکی کام( سه شنبه، ۵وږی، ۱۳۹۸)
د ایران ولسمشر حسن روحاني له امریکا سره د خبرو لپاره سخت شرط وړاندې کړی دی.
نوموړی ویلي، د ایران لخوا له امریکا سره په اړیکو کې د بدلون پیل به د امریکا له توبې سره همهاله پیلیږي.
د روحاني په خبره چې امریکا په ایران سخت بندیزونه لګولي او په ټکو یې چې د دې هیواد په وړاندې یې اقتصادي ترهګري ته لاس اچولی دی.
روحاني په ټینګار سره ویلي چې له امریکا سره به تر هغو خبرې پیل نه کړي ترڅو چې په ایران له لګول شویو بندیزونو څخه نه وي په شا شوي.
ایرانی ولسمشر دا خبرې په داسې وخت کې کوي چې د فرانسې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته وړاندیز کړی وو چې له حسن روحاني سره وګوري.
ټرمپ د دې غوښتنې هرکلی کړی او امادګي یې ښودلې چې له ایراني ولسمشر سره به ګوري خو حسن روحاني یې په وړاندې توند غبرګون ښودلی او د ټرمپ توبه یې د تهران او واشنګټن ترمنځ د اړیکو په بدلون کې رول لوبونکې بللې ده.


















