حکومت؛ دبین الافغاني خبرو لپاره د دولتي پلاوي روزنه پیل کړې

کابل ټکی کام (سه شنبه ، ۵ وږی ، ۱۳۹۸ل)
تېره ورځ یوشمېر بهرنیو ورځپاڼو اونن د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیې انوري په تازه څرګندونو کې خبر ورکړی چې دمګړی له طالبانو سره د مذاکراتي پلاوي روزنه پیل شوې.
ناجیه زیاتوي، دې پلاوي ته یو لړ پروګرامونه جوړ شوي دي ترڅو دطالبانو مذاکراتي ټیم سره په قوي روحيه خبرې وکړي.
د نوموړې په وینا په دې پروګرامونو کې دوی په دې بوخت دي چې له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره کوم مسایل تر ټولو ډېر مهم دي او څنګه وکړی شي د حکومت غوښتنې په دغه خبرو کې مطرح کړي.
ناجیې انوري بیا هم نه دي ویلي چې ددغه ټیم په ترکیب کې څوک دي خو ټینګار کوي، چې پلاوی په تیاریو لګیا دی او ډېر ژر به بین الافغاني مذاکرات پيل شي.
د سولې لپاره ددولت وزارت داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې طالبانو د مذاکراتي ټیم د نوملړ د اعلان غوښتنه کړې ده او سیاسي ډلې هم وايي چې دغه ټیم د حکومت په فرمایش او خوښه جوړ شوی دی، نو د ټولو افغانانو استازیتوب نه شي کولی.
دیادؤنې وړ ده چې دطالب او امریکایي مرکچیانو ترمنځ نهم پړاو مذاکرات نن شپږمې ورځې ته وغځېدل، سرچینې دپرمختګونو خبر ورکوي، طالب ویاند هم په خپل وروستي ټوېټ کې دپاتې مسائلو د ژر نهایي کېدو خبره کړې ده.



