سعودي عربستان له امریکا وروسته له روسیې څخه په لوړه پیمانه جنګي اسلحه پيري

کابل ټکی کام (سه شنبه ۲۹ مرغومي ۱۳۹۴ ل) عبدالله هاشمي
راپورونه وايي چې سعودي عربستان غواړي له روسیې څخه په لوړه کچه جنګي تجهیزات وپيري.
په دغه تجهیزاتو کې د لرې واټن ويشتونکي توغنديو په شمول جنګي الوتکې هم موجودې دي، چې شاید ټول ټال قیمت یې لس میلیارده ډالره وي.
ویل کېږي چې د یادې معاملې د سرته رسولو لپاره د سعودي عربستان او روسي چارواکو پټې ناستې هم شوې دي، چې په نږدې ورځو کې به د سعودي عربستان پاچاه سلمان هم د روسیې پایتخت ماسکو ته ورسیږي.
له دې وړاندې سعودي عربستان له امریکا او اوروپایې هېوادونو څخه په لوړه پیمانه د اسلحو اخیستلو تړونونه لاسلیک کړي وو.
د استکهلم د سولې د نړیوالو مطالعاتو د مرکز د راپور سره سم په سیمه کې سعودي عربستان لمړی مقام لرونکی هېواد دی چې زیاتې اسلحې پیري، چې اسرائیل د راپور سره سم دویم مقام لري.
د یادولو ده چې د (کولډ وار) سړې جګړې څخه وروسته د سعودي او روسیې دا لمړنۍ اقتصادي راکړې ورکړې نږدېوالۍ دی چې شاید د سیمې د حالاتو په بدلون کې هم رول ولوبولای شي.


