ترجمه: رحمت الله فردوسي
مونږ د قاري عبدالباسط رحمه الله د ستایلو لپاره دومره څه نلرو لکه څومره چې نوموړي د کلام الله لپاره کار کړی دی.
الله پاک د خپل مقدس کتاب قران عظیم الشان د حفاظت وعده کړې ده او که چېرې فکر وشي، په هره زمانه کې ددې کتاب له تحریف څخه د ساتلو لپاره یې د خپلو بنده ګانو څخه کار اخیستی دی، د همدې بنده ګانو د سر په لست کې د قاري عبدالباسط رحمه الله نوم هم راځي، لکه څنګه چې الله جل جلاله فرمایي: انا نحن نزلنا الذکر و انا له لحفظون.
نو یقیناً چې الله تعالی په ښکلو آوازونو سره هم د قران کریم حفاظت کړی دی.
د ربیع الآخر په میاشت کې د قاري عبدالباسط د وفات ورځې لمانځل کیږي، قاري عبدالباسط عبدالصمد سلیم داوود رحمه الله په عالم اسلام کې د قران کریم یو مشهور قاري وو.
او د ده ښایسته آواز او جالب انداز د دنیا په هر کونج کې مینه وال پیدا کړل.
د قاري عبدالباسط ښایسته آواز د یو شمېر نورو القابو ګټلو په شمول، د «سرو زرو غاړه»، «مکي آواز» او «اسماني غږ» باندې هم ملقب شوی دی.
نوموړي قاري په ۱۹۷۰ لسیزه کې درې نړیوالې مسابقې هم ګټلې دي.
قاري عبدالباسط په ۱۹۲۷م کې د مرازعه په کلي کې زېږېدلی دی، چې دا کلۍ د آرمنت ښار د مصر جنوبي خواته پروت دی.
نوموړی په داسې ماحول کې زېږېدلی چې هلته د قران کریم د زده کړې ډېر زیات اهتمام کېدو، چې په همدې منطقه کې د قاري عبدالباسط نیکه عبدالصمد د مجویدینو قاري صاحبانو څخه شمېرل کېده.
دغه باصلاحیته ماشوم د شیخ امیر په دائره کې داخل شو، کوم چې دآرمنت په ښار کې واقع ده.
شیخ امیر د قاري عبدالباسط ډېر ښه استقبال وکړ، د قرآنکریم د تلاوت کولو پر مهال یې په قاري عبدالباسط کې ټول قرآني صلاحیتونه وموندل. ویل کېږي چې کله به قاري عبدالباسط خپل کور ته په لاره وو، نو هغه آیتونه چې استاذ به ورته اورولي وو، په ډېر ښه انداز او ښکلي آواز تلاوت کول، او له قرآنکریم څخه به یې پخپله زیات خوند اخیستو.
خدای جل جلاله قاري عبدالباسط ته څنګه قرآنکریم اسانه کړ؟
قاري صاحب خپله قیصه داسې بیانوي:
«زما عمر ۱۰کاله وو چې د قران کریم حفظ مې مکمل کړ، او د قرآن الفاظ مې له خولې څخه د روانې ویالې په شان وتل، پلار مې د ټرانسپورټ په اداره کې کار کاوه، نیکه مې عالم وو، ما له دوی څخه غوښتنه وکړه چې قرآن کریم په قرائت او تجوید سره زده کړم، نوموړو مشوره را کړه چې «طنطا ښار ته لاړ شه!» څو د قاري محمد سلیم رحمه الله څخه علم قرائت زده کړم. که څه هم د جنوبي آرمنت او طنطا په منځ کې مسافه زیاته وه خو زما د مستقبل د ښیګڼې لامل همدا وو چې سفر ته تیار شوم، خو د خدای فضل وو چې یوه ورځ مخکې له دې چې زه طنطا ښار ته روان شم د ښاغلي شیخ سلیم د آرمنت ښار ته د دې لپاره چې د آرمنت ښار کې په یو دیني معهد کې د قرآن کریم درس شروع کړي، د راتګ آوازه خپره شوه. قاري سلیم چې د اهل علم او اهل قرآن څخه شمېرل کېدو، او د نوموړي قدر چې له دې مخکې هم مونږ ته معلوم وو، د آرمنت خلکو ډېر ښه استقبال کړ، او د حفظ قرآن او علم لپاره یې په یوه دیني معهد کې د مدرس په توګه وټاکه، نو ما هم د قرآن کریم دور د ښاغلي قاري سلیم څخه وکړ او د شاطبیه په نوم کتاب مې ترې زده کړ، چې همدا کتاب په رښتیا هم د قرآن کریم په زده کولو کې مهم رول اداء کوي» .
کله چې قاري عبدالباسط ۱۲کلن شو نو د خپل استاذ شیخ سلیم په نیابت، په مجالسو کې شرکت کاوه، دا ځکه چې استاذ یې د قاري عبدالباسط تزکیه په هر ځای کې کړې وه، او د شیخ سلیم سند په دنیا کې منل شوی سند وو، نو عبدالباسط ته هم د نړۍ له مختلفو اطرافو څخه دعوتونه پیل شول.
د کال ۱۹۰۱م په ختمېدو سره شیخ ضباع د قاري عبدالباسط څخه غوښتنه وکړه چې له دوی سره په راډیو کې کار وکړي، خو ده د خپل اصلي ټاټوبي او کورنۍ څخه لرې والۍ نه شوای زغملای، ځکه یې د څه وخت لپاره دې کار ته زړه ښه نکړ، په ۱۹۰۱کال کې نوموړی په دې وتوانېد چې په راډیو کې د همکار په توګه په فعالیت پیل وکړي او د ده آرزو هم دا وه چې د راډیو له لارې د نړۍ د قاریانو په قطار کې شمار شي.
وروسته له هغه چې نوموړی په راډیو کې یو معتبر قاري وبلل شو، اولنی سفر یې د خپل پلار سره په کال ۱۹۵۲کې سعودي ته د حج د فریضې د اداء کولو لپاره وکړ، سعودیانو هم د ده ورتګ یو فرصت وګاڼه، او له نوموړي څخه یې وغوښتل چې د نوي راډیويي چینل لپاره پخپل خواږه آواز کې څو تلاوتونه ثبت کړي، قاري عبدالباسط هم د دوی د غوښتنې سره سم دا کار ترسره کړ، چې له همدې ورځې راپدېخوا د قاري عبد الباسط آواز ته (صوت الملکی) لقب ورکړل شو.
له همدې کامیاب سفر څخه وروسته قاري عبدالباسط سعودي ته نور سفرونه د حج د اداء کولو او دعوت قبلولو لپاره هم ترسره کړل.
د نوموړي مشهور سفر د اندونیشيا جاکرتا ښار ته وو چې هلته یې د اندونیشیا په ستر جومات کې تلاوت وکړ چې له دوه نیم لکو څخه زیات مینه وال یې د قرآنکریم د اورېدو لپاره را ټول شوي وو، نو ده هم د خلکو مینې ته په کتو سره خپل تلاوتونه تر سهاره وغزول، او ویل کیږي چې اکثرو خلکو د مسجد څخه بهر تر سهاره په ولاړه غوږ نیولی وو.
نوموړی په ۱۹۸۷ م کې پاکستان ته راغی او هلته یې په لاهور بادشاهي مسجد او پيښور کې افغان مجاهدینو ته د قرآنکریم تلاوتونه وکړل.
د قاري عبدالباسط خوږ آواز:
قاري عبدالباسط وايي چې روسیې ته په یوه سفر کې د مصر له رئیس جمهور ګمال عبدالناصر سره یوځای وو، چې هلته د روسي مشرانو په مخ کې له ده څخه وغوښتل شول چې تلاوت وکړي، دی وايي: «هلته پنځه کمونستانو زما د قرائت په اورېدو سره په ژړا پیل وکړ، چې ما فکر وکړ چې په قرآن پوهیږي او یا خو مسلمانان دي، خو هغوی باندې یوازې زما آواز تاثیر کړی وو.»
د هندوستان لمړي وزیر اندېرا ګاندي به هم همېشه چې دده آواز واورېدو نو تر آخره به یې ورته په سړه سینه غوږ نیولو او له قرائت څخه وروسته یې د هغه د آواز ډېر توصیف وکړ.
په ۱۹۸۰ لسیزه کې دی د هندوستان د مشهورې مدرسې دارلعلوم دیوبند ته د سلمې کلیزې لمانځلو لپاره ورغی، ویل کيږي چې ډېری کسان هلته دده د تلاوت لپاره راغلي وو.
د قاري عبدالباسط وفات:
قاري عبدالباسط د شوګر په مرض اخته شو، قاري صاحب ډېرې هڅې وکړې چې د یاد مرض درملنه یې وشي، متأسفانه چې له شوګر مرض سره سم یې «ینه» هم خرابه شوه.
دې دواړو مهلکو مرضونو ښاغلی عبدالباسط لاندې کړ، او د ۱۹۸۸م کال د نومبر په ۳۰، د ینې د خرابېدو څخه یوه میاشت وروسته له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې. انا لله و انا الیه راجعون
د یادولو ده چې د ده په جنازه کې د عربي نړۍ د شاهي کورنۍ غړیو او د نړۍ د ولسمشرانو نماینده ګانو او د ملکونو سفیرانو هم برخه اخیستې وه.
له قاري عبدالباسط څخه درې زامن (یاسر، هاشم او طارق) پاتې شوي دي، او درې واړه د خپل پلار لاره تعقیب کړله چې یاسر یې تر ډېره حده خپل شهرت هم وساته.


















