کابل ټکی کام (چهارشنبه ، ۶ وږی ، ۱۳۹۸ل)
دکابل حکومت دتېر په څېر یو ځل بیا ماشومانه غوښتنې او څرګندونې کړي، داسې ښکاري چې دوی دخپلو ګتو دساتنې په موخه لاهم دسولې پر ځای دجګړې دبل اور دوام غواړي.
ارګ په تازه څرګندونو کې ویلي، بهرني ځواکونه به په افغانستان کې د تړون پر بنسټ حضور ولري، اودا حضور به ددوی داړتیاوو په اساس وي.
د حکومت مشر ویاند صدیق صدیقي نن په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي، دمګړی په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور ته اړتیا ده او ددوی حضور او وتل د یوه تړون له مخې ترسره کېږي.
هغه د سولې د خبرو په اړه هم ویلي چې افغان حکومت به له یوه قوي سیاسي او نظامي موقف د سولې په خبرو کې وسلوالو طالبانو سره مخامخ برخه اخلي.
دده په وینا طالبان به هغه څه مني چې حکومت یې ورته وایي نه هغه څه چې طالبان یې وايي.
صدیقي طالبان کوچنی اقلیت یاد کړ او په خبره یې د افغانستان د راتلونکې په اړه پرېکړه کول ددوی په لاس کې نه دي.
نوموړي دخپلو خبرو پر دوام وویل چې د راتلونکي نظام د جوړښت په اړه به په بین الافغاني مذاکراتو کې خبرې کېږي خو په وینا یې جمهوریت پر خپل ځای دی او تغیر نه پکې راوستل کېږي.
وسلوال طالبان بیا د اوسني حکومت رامنځته کونکې امریکا په مذاکراتو کې کاملاً دخپلو شرائطو منلو ته اړ کړې، طالبانو اوسنی حکومت غیرمشروع بللی، او استازو سره یې دعامو افغانانو په حیث خبرو ته چمتوالی ښودلی، نه من حیث النظام.

















