پروان: طالبانو دباګرام په هوایي اډه توغوندیز بریدونه کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه ، ۶ وږی ، ۱۳۹۸ل)

وسلوالو طالبانو نن چهار شنبه یوځل بیا دهېواد په کچه تر ټولو لویه اډه《باګرام》په توغوندیو ویشتلې.

طالبان وایي، دا بریدونه یې نن ماسپښین شاو خوا ۲ بجې ترسره کړي چې درانده مالي اوځاني تلفات یې اړولي.

طالبانو په تېرو دوو ورځو کې څلور ځله دباګرام پر هوایي ډګر توغوندیز بریدونه وکړل، چې دلویو تلفاتو ادعا یې هم کړې.

دا بریدونه داسې مهال کیږي چې طالب او امریکایي مرکچیان دسولې تړون تر ټولو وروستۍ مرحلې ته رسېدلي دي.

شنونکي وایي، طالبان په دې سره دنیاوالو ته دخپل نظامي قوت څرګندؤنه کوي، او دوی ته ورښیي چې دا ډله لاهم د لویو حملو توان لري.

مربوطه مطالب

Back to top button