روسیه: افغانستان کې دناټو له موجودیت سره سره دداعش ودې اندېښمن کړي یو

کابل ټکی کام (پنجشنبه ، ۷ وږی ، ۱۳۹۸ل)

روسیې یوځل بیا افغانستان کې دناټو له موجودیت سره سره دداعشي جګړه مارو په خونړیو جګړو او چټکې ودې اندیښنه ښودلې.

روسیه زیاتوي، افغانستان کې له داعش سره په مبارزه کې د غربي هېوادونو دوه ګونی چلند د اندېښنې وړ دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د افغان جګړې په اړه په خپلو دې څرګندونو کې ویلي، افغانستان کې داعش ډله فعالیت کوي او ورسره جوخت ځینې غربي هېوادونه په دغه هېواد کې له ترهګرۍ سره مبارزه کې دوه ګونی چلند کوي.

روسیه دخپلو اندیښو په شریکولو سره زیاتوي، داعشي جګړه مارو ته دنامعلومو الوتکو له لوري دمهماتو رسؤل، او له طالبانو نه ددغې ډلې دجنګیالیو ژغورل هغه څه دي چې موږ یې دناټو په دوه ګوني چلند شکمن کړي یو.

مربوطه مطالب

Back to top button