د افغانانو لپاره سوله مهمه ده؟؟ که انتخابات؟؟؟

غورځنګ
دا چې اوس د سولې اهم وخت دی او بايد د سولې لپاره هر افغان کار وکړي، شنونکي، مبصرين او بلکې ټول افغانان په يوه خوله او سوال زاريو باندې د جګړې له ښکېلو غاړو څخه سوله غواړي او غواړي چې هېواد يې د نورو هېوادونو په څېر په امن او امان کې وي او ټول افغان ملت په سوکالۍ کې ژوند سره تېر کړي. دا نه وي چې ته يو څوک يې او زه بل! ته په يوه ډله کې يې او زه په بله ډله کې، بلکې ورورولي حاکمه وي، اسلامي نظام وي، او د الله ج دا امر تطبيق وي چې (انما المؤمنون اخوة)
او له افغانستان څخه د اسلامي نظام فکر ټولې نړۍ ته انتقال شي تر څو ټول مظلوم مسلمانان د اسلامي نظام د حاکميت غوښتنه وکړي او د اسلامي نظام مزه وڅکي.
سوله چې د ټولو افغانانو، وړو او زړو، ښځو او نارينه وو، د تور او سپين، د ښه او بد او نورو د زړه اواز دی او د هر يوه زړه همدا غواړي چې نور دې د افغانانو وينې نه توېيږي. مګر يوه ډله چې تقريباً پينځه کاله کېږي د افغانستان د حاکميت نوم پرې پورې دی او په نړۍ کې پر فسادونو، غلا، فحشاوو او نورو جرائمو تورن او ښکېل خلک پکې دخيل دي او کار په کې کوي. خو ځانونه بيا هم د افغانستان نماينده ګان بولي او د افغانستان پر سر له هر چا سره معاملې دعوې کوي، د وينا له مخې يې که وګورو نو ته به وايې چې دا نو په رښتيا سره د افغانستان حقيقي وارثان دي خو که په عملي ډول يې وګورو نو لګيا دي د افغانستان خاورو يا په ګاونډیو پلوري او يا يې هم په هغو يرغلګرو پلوري چې له څوارلس زره کيلو مټره څخه راغلي دي او په بې درېغه شکل افغانان دردوي او وژني يې.
دغه ټيم چې اوس يې په ټوله نړۍ کې فاحش او بدنام دی؛ په دې حساسو شېبو کې انتخابات غواړي، او د خپل واک د مودې غځول غواړي.
که فکر وکړو نو پوه به شو چې دغه ټيم چې په سر کې يې غني واقع دی؛ اصلاً يا خو افغانان نه دي او يا هم د افغانيت په نامه څه پېژني نه! او يا هم افغانيت پېژني خو د غرب ګټې ورته له افغانيت او اسلاميت څخه غوره او معتبرې دي.
ځکه چې په دې حساسو شېبو او وخت کې چې د ټولو افغانانو د زړه اواز سوله ده او په جګړه کې له ښکېلو غاړو غواړي چې سوله وکړي تر څو افغان ملت نور خپل ژوند د اسلامي نظام تر چتر لاندې ازاد تېر کړي مګر دوی بيا هم د سولې په غم کې نه دي بلکې د خپل واک اوږدول غواړي او غواړي چې افغانان نور هم په خپلو شپنيو چاپو وځوروي.
او ښځې، ماشومان، نارینه، مدرسې، مقدسات، ښوونځي او واړه او زاړه يې ورشهيدان کړي او له ژوند کولو يې محروم کړي.
په پای کې زه خپله د يوه مسلمان افغان په صفت وايم چې په هر صورت موږ ته سوله او په ترڅ کې يې اسلامي نظام مهم او تر ټولو ضرورتونو ضرور دی، نه انتخابات. راته مهم دي او نه هم جمهوريت، نه جمهور رئيس راته مهم دی، نه هم امریکايان، نه ديموکراسي راته مهمه ده او ه هم ولسواکي بلکې يوازې او يوازې اسلامي نظام او اسلامي ورورولي راته تر هر څه مهم څيز دی.



