کابل ټکی کام (جمعه ، ۸ وږی ، ۱۳۹۸ل)
د هېواد په شمال تخار ولایت کې طالبانو په دریو ولسوالیو بریدونه کړي، دچاه آب ولسوالۍ اوولسوال یې نیولی، ۱۸ پولیس یې وژلي، او یوشمېر یې نیولي هم دي.
د تخار ولایتي شورا مشر وفي الله رحماني وايي، طالبانو تېره شپه پر چا اب ولسوالۍ برید وکړ او سهار یې د دې ولسوالۍ اداري ودانۍ او امنیه قومنداني نیولې او د ښار ډېره برخه یې ولکه کړې ده.
ځینې سرچینې وايي، چې طالبانو د چاه اب ولسوال نیولی دی، خو ښاغلی رحماني وايي، لا هم پوره باوري نه دی چې دغه ولسوال له دوی سره بندي شوی وي.
دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټوېټر پاڼه ددې پېښې دتائید ترڅنګ دولتي لوري ته د لوړو تلفاتو اړولو ادعا کړې، خو دولسوال په اړه یې کومه یادؤنه نه ده کړې.
طالبانو څو ورځو راهیسې دهېواد په یوشمېر ولایتونو او ولسوالیو کې ددولتي ځواکونو پر مراکزو درندې جګړې کړي چې حکومتي لوري ته یې درانده تلفات اړولي.

















