دونلډ بولډوک: د تابوتونو جوړول او د بسترونو ډکول د توجیه وړ نه دي، له افغانستانه باید راووځو

کابل ټکی کام( شنبه، ۹وږی، ۱۳۹۸)
متقاعد امریکایی جنرال دونلډ بولډوک وایي چې نور د تابوتونو جوړول او د بسترونو ډکول په هیڅ ډول د توجیه وړ نه دي.
دونلډ بولډوک په نیویارک تایمز ورځپاڼه کې د افغان جګړې په اړه یو مطلب خپور کړی چې دغه خبره یې هم پکې کړې ده.
نوموړي لیکلي چې لس ځله یې په افغانستان کې ماموریت ترسره کړی، دی په دې باور دی چې د دې جګړې مدیرت ډیر ناسم ترسره شوی دی.
د بولډوک په وینا، نور وخت رارسیدلی چې له افغانستانه امریکایي ځواکونه راووځي.
دی د تابوتونو د جوړولو او د روغتونو د بسترونو د ډکولو بدیل له افغانستانه د امریکا راوتل بولي.
دی دا خبرې په داسې وخت کې کوی چې په تیره یوه اونۍ کې درې امریکایي سترتیري وژل شوي او دوه ځله د دوی ستره اډه “بګرام” د طالبانو لخوا تر برید لاندې نیول شوې ده.
په ورته وخت کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم له طالبانو سره په دې خبرو بوخت دی چې څنګه له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي.
ویل کیږي چې په نږدې ورځو کې به د طالبانو او امریکایانو ترمنځ یوه تاریخي هوکړه اعلان شي.



