لوړ پوړي امریکایي چارواکي کندوز ته رسېدلي

کابل ټکی کام (شنبه ، ۹ وږی ، ۱۳۹۸ل)

بیګاه ناوخته وسلوالو طالبانو دکندوز په مرکز له څلورو خواوو خونړۍ جګړه پیل کړه چې لاهم ادامه لري.

طالبانو د۷ ساعته جګړې وروسته ډېری پوستې ونیولې، لسګونه دولتي سرتیري یې ووژل، ټپیان کړل او ژوندي اسیران کړل.

ددغې جګړې ددفعې په موخه ځانګړي دولتي او امریکایي ځواکونه دې ولایت ته ولیږل شول، خو هغوی هم ونشوای کولی چې پیل شوې جګړه په شا وتمبوي.

له کندوز څخه امنیتي سرچینو خبر ورکړی چې د روانې جګړې دمدیریت لپاره دامریکایي قواوو ترڅنګ دناټو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر او نور امریکایي چارواکي دې ولایت ته رسېدلي.

دنوموړي تر څنګ دملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد او دکورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي هم ملتيا کوي.

طالبانو داجګړه داسې مهال پیل کړې چې امریکایي او طالب مرکچیان د تر ټولو حساس پړاو وروستیو کې قرار لري، مېشت خبریالان هیله څرګندوي چې ډېر ژر به وروستی توافق اعلان کړل سي.

مربوطه مطالب

Back to top button