نړیواله سرچینه: امریکا هڅه کوي تر څو د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو مخه ونیسي

کابل ټکی کام (دوشنبه ، ۱۱ وږی ، ۱۳۹۸ل)

ازادي راډیو له یوشمېر نړیوالو معتمدو سرچینو خبر ورکړی چې امریکا هڅه کوي سپټمبر میاشت کې د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو مخه ونیسي.

سرچینې زیاته کړې چې امریکا د دغو ټاکنو د نه‌ترسره کولو لپاره د یوې اجماع د جوړولو په هڅه کې ده.

وړاندې له دې په کابل کې د امریکا سفیر جان باس ویلي و، په افغانستان کې سوله د امریکا لپاره لومړیتوب دی، خو ټاکنو ته چمتووالی باید له ځنډ پرته دوام ومومي.

یوشمېر بهرنیو سرچینو دټاکنو دمخنیوي لوی لامل دمذاکراتو اهمیت یاد کړی، سرچینه زیاتوي، که ټاکنې تر سره شي؛ ممکن دسولې روانې خبرې ټکنۍ شي، پکار ده دسولې لپاره دټاکنو بدیله لار وسنجول شي.

مربوطه مطالب

Back to top button