سوله او فتحه دواړه راځي، سوله د ولس لپاره او  فتحه د طالب د قربانیو په بدله کې!!

شهاب لیوال

راځئ نن خپل د مزاج او طبیعت په خلاف  یوازې د وجدان په تله د دوارو ښکیلو ارخونو کړنې وڅېړو؛ چې څوګ ګرم دي? طالب او که مخالف لوری یې؟ امریکا «افغان حکومت »

«طالبان» هغه ډله او نظام چې شریعت او داسلامي قانون ادعا یې کړې او د همدې ادعا دعملي کولو لپاره  یې د اشغال د خاتمې او د دې ولس د آزادۍ په خاطر  تېر اتلس کاله  خونړۍ جګړه کړې.

ډېر تکړه  مشران، علماء، حافظان ، استادان ، انجنیران او ډاکتران یې په دې خونړۍ جګړه کې له لاسه ورکړي.

 «حکومت » هغه نظام چې د امریکا د مستقیم اشغال اوتېري وروسته د بن په کنفرانس کې پر افغان مېړني ولس  وتپل شو،  هغه وخت کې یوازې د امریکا طیارو او تانګونو پریکړه کوله ، نه دولس رایه وه نه «انتخابات »وه نه  ‏دیموکراسي چې دوی حتی ایمان، ناموس او دا هیواد ورته وپلورلو او ادعا کوي چې تیر اتلس کاله یې افغان ولس ته ډیر څه کړي ، دوی کوم هغه ښه کار کړی چې افغان ولس دې له دوی منندوی اوسي ، سیوا له څو منحوسو څیرو چې ښه پریمانه ډالر یې وګټل،  دافغانانو په دسترخوان کې نه یوازې داچې تغیر او بدلون رانغی بلکې ورځ تر بلې خراب هم شو، دکابل په واټنونو کې په هر یومتري کې یو سوالګر ولاړ دی، فحشا خپل اوج ته رسېدلې، ځوانان مو معتاد شول ، د بې کارۍ او بې روزګارۍ له وجې بهر ملکونو ته مسافرۍ ته مجبور شول، کونډې او  یتیمان ورځ تر بلې په زیاتیدو دي.

 ‏هوکې یاد نظام تیر اتلس کاله د امریکا په مشرۍ ډیرظلمونه او کړاونه پر افغان آزادي غوښتونکي ولس وکړل ترڅو ددوې دآزادۍ حماسه خاموشه کړي. د دوی همت خاموشه کړي دوی باندې د امریکا باداري او قبولي  دوی د تل لپاره غلامان کړي خو ټولو ظلمونو سره بیا هم ناهیلي او ناکامه شول . ‏

 ‏طالبانو له صفره شروع وکړه. د یاد نظام او د امریکا د اشغال مقابله یې د دې  غیرتي ولس په ملتیا په ښه میړانه بریالۍ کړه، نن چې امریکا وارخطا ده او هڅه کوي چې زر تر زر دې خپل سرتیري له افغانستان نه بهر کړي، لاسپوڅي یې وارخطا دي کوشش کوي امریکا دې ته قانع کړي چې خپل اشغال ته دې خاتمه نه ورکوي دوی به افغان ولس په وژنو، شپنیو چاپو او کورونو، کروندو او بازارونو په نړولو سره دې ته اړ کړي چې له خپل غیرت، میړانې او د طالب له ملاتړه لاس په سر شي

 ‏

 ‏د همدې خونړیو او وحشیانه کړنو دوه  درې مثالونه چې په غزني او بدخشان کې سر ته رسولي له تاسو سره شریک کړو، دولتي عسکرو د غزني ولايت ناوې ولسوالۍ په بازار کې د ملکي وګړو سل دوکانونه سوځولي دي. په بدخشان ولايت کې يې هم د ملکي وګړو څلوېښت کورونه سوځولي دي.

راپورونه وايي چې د افغانستان شمال کې د پامير قول اردو عسکرو تيره شپه د بدخشان بهارک او وردوج ولسواليو ترمنځ سيمو کې د ولسي وګړو په کورونو چاپې اچولي دي او څلوېښت کورونه يې په بمونو الوځولي او سوځولي دي.

د سيمې اوسېدونکي د دولتي عسکرو له دې حالت نه شکايت کوي او وايي چې په دغه سيمه کې دولتي عسکر عام ولسي وګړي د طالب په نامه شکنجه کوي او کورونه يې ورنړوي.

د ولسي وګړو په کورونو د دولتي عسکرو په بريدونو کې ولسي وګړو ته په زياته اندازه مالي زيانونه اوښتي دي.

طالبانو خپل دین او پور ولس ته ادا کړی، نن ولس خپله تصمیم او پرېکړه کوي چې له چا سره او د چا په مخالفت کې ودریږي، نن ولس مسئول دی چې خپل دښمن سره د دښمن په څیر برخورد وکړي،

نن ولس اراده کړې چې سوله به راولي هغه که د دوی د سرونو په بیه هم وي

حکومت ختم دی دا چې عسکرو یې په نظامي ډګر کې مورال بایللی تل خپل کسات له ولسي وګړو اخلي

که د الله تعالی اراده وه. سوله او  فتحه راځي،  سوله د ولس  لپاره او فتحه د طالب د قربانیو په بدله کې، ولس دې ډاډه اوسي. که د قطر مذاکرت بریالي شي او که ناکام امریکا او لاسپوڅي یې نور د جګړې توان له لاسه ورکړی .

مربوطه مطالب

Back to top button