د سولې هدف امن او که دافغان ولس پر سر سودا ؟

«سرليکنه »
امريکا يو ځل بيا د افغان ولس ، د افغانستان ګاونډيانو او د سېمې هېوادونو په سترګو کې د خاورو اچولو يوه بله نوې لاره جوړه کړې، چې دا ځل مونږ د افغان مسئلې د حل لپاره څلور اړخيزه کميټه جوړه کړې ده او لومړي ځل د جنورې په لومړيو کې دا دی دوره ورځې وړاندې په کابل کې د دويم دور غونډه وشوه .
د کابل په غونډه کې ، چې ورته رسنيو د دويم پړاو نوم ورکړ ، د دولت د نورو لوړ پوړو چارواکو علاوه د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني، د بهرنيو چارو سياسي مرستيال حکمت خليل کرزی ، د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال عزيز احمد چوهدري ، د افغانستان لپاره د چين ځانګړی استازی (دينګ ژيون ) په کابل کې د امريکا سفير مايکل مکنلي ) او نورو يو شمېر چارواکو برخه واخيسته په دې غونډه کې د رسنيو د معلوماتو له مخې د طالبانو سره د سولې په نقشه او سولې ته د رضايت په اړه بحث و شو، د سولې د دوام لپاره چې تل په هېواد کې سوله او امن نفاذ ولري ، څلور اړخيزه غونډه کې د سلواغي د مياشتې په ۱۷ مه د يوې بلې دريمي غونډې پرېکړه هم وشوه.
دې غونډې ته يوازې کابل نه ؛ امريکا هم زياته هيله مندي ښودلې ده، په هېواد کې د سولې لپاره هيله مندي د هرافغان فرض دی او بايد په خپل هېواد کې خپل ولس لپاره سوله وغواړي. دا دومره د روسانو او بيا تر روسانو وروسته د امريکا د يرغلګرو په مقابل کې قربانۍ څخه هدف د خپل مظلوم ولس لپاره سوله او امن لپاره ده؛ خو دا کومه طرحه چې اوس امريکې وړاندې کړې او د افغانستان ګاونډيانو ته يې په لاس کې ورکړې دا سوله نه ده؛ بلکې د افغانستان مجاهد ولس په سرونو سودا ده .
هېڅ وخت دا ډول سوله په افغانستان کې امن نشي راوستلی، د دې ډول سولې وروسته چې بهرنيان بيا هم د افغانستان په ځمکه او اسمان تسلط ولري ، ټولې چارې د بهرنيانو په لاس کې وي ، افغان ولس په سړک او لار د بهرنيانو څخه بې له اجازې د تګ جرئت نشي کولای ، د افغان د شهيدانو او زندانيانو درناوي د خارو لاندې شي هېڅ وخت به ورته سوله ونه ويل شي ؛ دېته بيا د افغان ولس په سرونو سودا ويل کېږي.
تراوسه پورې دا نه ده څرګنده ، چې طالبان دغې سولې ته غاړه ږدي او که نه ؛ مګر څلورخواووې غونډې روانې دي .
دويمه ستونزه داده ، چې ويل کېږي: که کوم طالبان سوله نه غواړي پرخلاف به يې له زور او جګړې کار واخيستل شي ، معنا دا چې د۲۰۰۱ راپه دېخوا د طالبانو پرخالف جګړه روانه ده بيا به هم جګړه دوام لري. طالبان خو په خپل پخواني دريځ چې د بهرنيانو وتل دي اوس هم ولاړ دي ، د دې نه دا څرګنده شوه ، چې که طالبانو د ولس پر سر سودا ونه کړه ؛ نو د پخوا په څېر به جګړه روانه وي.



