طالبان وايي، د بلخ زارع ولسوالۍ او ټولې دفاعي پوستې يې نيولي

کابل ټکی کام (۱۳۹۸، وږی ۱۳، چهار شنبه)
وړمه شپه طالبانو د بلخ ولايت په زارع ولسوالۍ بريد وکړ چې طالبان وايي، یاده ولسوالۍ يې سره له ټولو تأسيساتو نيولې او ځايي سرچينې د څلويښت عسکرو د وژل کيدو خبر ورکوي.
یوې باوري سرچينې د آوا خبري اژانس ته ويلي، طالبانو وړمه شپه په زارع ولسوالۍ برید کړی چې په ترڅ کې يې څلويښت عسکر وژل شوي او طالبانو دوه ټانګونه او په زیاته اندازه وسلې او مهمات هم نيولي دي.
سرچينه زياتوي، چې ولسوالۍ سقوط نه دی کړی او لا هم په دغه ولسوالۍ کې هوايي بريدونه او جګړه روانه ده.
د بلخ د والي ویاند منير احمد فرهاد پر زارع ولسوالۍ د طالبانو بريدونه تاييدوي خو په وينا يې د ولسوالۍ مرکز لا هم دولتي ځواکونو سره دی او په نښتو کې دواړو خواو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
له بله پلوه طالبان ادعا کوي چې د زارع ولسوالۍ، امنيه قومندانۍ او شاوخوا ټولې دفاعي پوستې يې په مکمله توګه نيولي دي.
طالبانو کابل ټکی کام ته په راليږلې خبرپاڼه کې ويلي، د جګړې په ترڅ کې نهه عسکر طالبانو ژوندي نيولي او اته ټانګونه، په زياته اندازه درنې او سپکې وسلې هم دطالبانو لاسته لويدلي دي.



