غزل!! 

 

صابرجان محصل

 

دښکیلاک په وړاندې سپر وې زموږ اتله حقاني

د مؤمنو د زړه سر وې غلیمانو ته اجله حقاني

 

ته د وخت ثاني خالد وې قدرتونه دې مات کړي

هم کسرا  او  هم قیصر ته زموږ سپره حقاني

 

تا ناټو او وارسا مات کړل ته فاتح دخراسان یې

ته  دېوال  د  کوه قاف  وې  سکندره   حقاني

 

ته د وخت صلاح الدین وې صلیبیانو ته اجل وې

ته   ملنګ  د   زمانې    وې     قلندره    حقاني

 

رب دې درکړي جنتونه د عقبی ټول نعمتونه

موږ دې نه هېروو مشره د زړه  سره  حقاني

 

ته  زموږ د تاریخ باب يې هم ابدال هم غزنوي يې

زه .صابر. دې یادومه په تاریخ کې شملوره حقاني

 

 

مربوطه مطالب

Back to top button