بغلان: طالبانو پلخمري ولسوالۍ کې پراخ عملیات پیل کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه ، ۱۳ وږی ، ۱۳۹۸ل)
وسلوالو طالبانو نن سهار دبغلان ولایت پلخمري ولسوالۍ کې پراخ عملیات پیل کړي چې ډېری سیمې یې تر خپل کنټرول لاندې راوستي.
طالبانو دیادو عملیاتو پخلی کړی، او دیوشمېر نظامي بیسونو او پوستو په سقوط سره یې دمختلف النوعه وسلو له لاسته راوړلو هم خبر ورکړی دی.
طالبان داسې مهال یاده ولسوالۍ تر برید لاندې راولي چې کندوز او بغلان دطالبانو تر سختې محاصرې لاندې دي، د ولایتي شوراګانو غړو رسنیو ته ویلي، طالبان دیادو ښارو په څنډو کې قرار لري، هره ګړۍ ددې احتمال شته چې دا ښارونه سقوط شي.
یاده دې وي چې نن طالبانو دبلخ ستراتیژکه ولسوالۍ 《زارع》 هم دیوې سختې جګړې په ترڅ کې تر خپل کنټرول لاندې راوسته، ډیری دولتي ځواکونه یې ووژل او وسلې یې ونیولې.



