پخوانیو امریکایي ډیپلوماټانو؛ دمذاکراتو له روان بهیره ملاتړ اعلان کړ

کابل ټکی کام (چهارشنبه ، ۱۳ وږی ، ۱۳۹۸ل)

د امریکا هغو پخوانیوډیپلوماټانو چي په افغانستان کي يې ماموریت کړی دی، جمهور ریس ټرمپ ته په یوه لیک کي لیکي،«موږ په افغانستان کي د سولي د مذاکراتو کلک ملاتړ کوو، او دغه راز د سولي د مذاکراتو د پرمختګ لپاره د محدودو عسکرو د راایستلو حمایت هم کوو، او د سولي د شرایطو سره سم د ډېرو ځواکونو د را ایستلو ملاتړو کوو.»

خو دا پخواني دیپلوماتان د ټرمپ ادارې ته خبرداری ورکوي چي که چیري له افغانستانه سمدستي ټول امریکايي عسکر راوایستل سي، افغانستان به بیا «داخلي جنګ» ته ورننوزي.

هغوی لیکي،«له افغانستانه د زیاتو عسکر را ایستل باید پر نهايي سولې باندي تکیه ولري. په اوله مرحله کي باید په سرعت دونه زیات عسکر را و نه ایستل سي چې طالبانو پدې باور کړي چي نظامي کامیابي ترلاسه کولای سي. ځکه په هغه صورت کي به هغوی د افغانستان د نورو سیاسي قوتونو سره روغه جوړه و نه کړي.»

دا پخواني دیپلوماتان وايي که چیرې د طالبانو سره مذاکرات درست سمبال نه سي، د شوروي د اشغال راوروسته د حالاتو د راګرځېدو امکانات زیات دي.

هغوی لیکي که چیري امریکا په عجله راووزي، په افغانستان کي به شرایط لا خراب سي، او سیمه ایز طاقتونه به بیا افغان جنګي ډلې تقویه کاندي.

هغوی لیکي د اوباما د ادارې ستره اشتباه دا وه چي مدام يې د امریکايي عسکرو د راوتلو تاریخ تکراروۍ. دې خبرې طالبان تشویق کړل، او زموږ د افغان ملګرو اعتماد يې کمزوری کړ.

هغوی په آخر کي وايي دا ډېره مهمه ده چي امریکا دا خبره په وضاحت سره وکړي چي خپل ټول عسکر به پر ټاکلي تاریخ باندي را و نه باسي، بلکي هله به يې را وباسي چي د سولي لپاره واقعي او جدي ګامونه واخیستل سي.

دا ډیپلوماټان داسې مهال له دې پروسې ملاتړ اعلانوي چې طالب او امریکایي مرکچیان په تر ټولو مهم مذاکراتي وخت کې قرار لري، داسې بریښي چې دامریکایي استازي له واپسۍ وروسته به دسولې هوکړه لاسلیک شي.

مربوطه مطالب

Back to top button