بغلان: د ولایتي شوری رئیس وایي، طالبانو لا هم ښار کلابند کړی

کابل ټکی کام( چهارشنبه، ۱۳وږی، ۱۳۹۸)
د بغلان ولایتي شوری وایي چې ښار لا هم د طالبانو لخوا کلابند دی.
د ولایتي شوری رئیس صفدر محسني له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي چې امنیتي ځواکونه نه دي توانیدلي چې بغلان د طالبانو له کلابندۍ خلاص کړي.
د صفدر په خبره، په ښار او لویو لارو کې زرګونه موټر بند ولاړ پاتې دي او همدا رنګه د خوراکي توکو بیه هم لوړه شوې ده.
دوه ورځې وړاندې طالبانو د بغلان په مرکز له څلورو خواو برید وکړ او د راپورونو پر اساس چې امنیتي ځواکونو ته پکې تلفات واوښتل.
طالبانو تر دې یوه ورځ وړاندې په کندوز ښار هم برید وکړ چې د طالبانو د ادعا له مخې پکې افغان حکومت ته زیات زیان واوښت.



